1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا: سوريه دي تاوتريخوالی ودروي

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د بشارالاسد رژيم د برچی په زور سره د خپل هيواد احتجاجونو ته جواب ورکوي. وروسته له څو ورځو پرله پسې هلو ځلو او بحثونو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پدې وتوانیده چی د نوموړي رژیم بر ضد په یوی اعلامیی موافقه وکړي

https://p.dw.com/p/12Ay9
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا
د ملگرو ملتونو د امنيت شوراانځور: picture-alliance/dpa

د امنيت شورا پدې وتوانېده چي د چهارشنبې په ورځ په متفقه توگه سره د سوريې پر ضد يوه اعلاميه ومني.

لبنان ته چی د سوریی سیاسی متحد دی موقع ورکړای شوه تر څو د اعلامیی له متن څخه فاصله ونیسی، په دی معنی چی دغه هیواد له دا ډول متن سره موافقت نه لری، خو په رسمی توګه یی اعلامیی سره خپل موافقت څرګند کړ.

د اعلاميې متن د شورا هندي رئيس، هرديپ سنگ پوري، ولوست:

«د امنيت شورا د سوريې هغه چلن غندي چي له مخي يې د ولسي کسانو په وړاندي د تاوتريخوالي څخه کار اخيستی او بشري حقونه يې تر پښو لاندي کړي دي. د امنيت شورا په سمدلاسه توگه د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه کوي او پر دواړو اړخونو ږغ کوي چي د زور زياتۍ څخه کار وا نه خلي.»

په ورځو ورځو د امنيت شورا 15 غړو هيوادونو د سوريې پر ضد د اعلاميې پر متن بحثونه وکړ او تر وروستۍ شېبې پوري په متن کي بدلونونه راوستل.

په سوريه کي د یو زیات شمیر بې وسلو احتجاج کوؤنکو وژل کېدنه د دې لامل سو چي المان د امنيت له شورا څخه وغواړي چي د سوريې په هکله بحث بېرته پېل کړي. و ملگرو ملتونو ته د المان استازی ميگويېل بېرگر وویل دا چي 15 غړي هيوادونه په يوه متن متفق سول د المان د بريالۍ ډيپلوماسۍ پکښي لویه برخه وه:

هغه زیاته کړه:

«دا چي د امنيت شورا ټولو غړو په متفقه توگه سره د اعلاميې په پلوی رايې ورکړې، دا د المان د سياست لپاره يوه ستره بريا ده. موږ د تيرو دوؤ اونيو راهيسي د څلورو اروپايي غړو هيوادونو په ملگريتوب پداسي هلو ځلو بوخت ؤ چي په سوريه کي د زورزياتۍ د پای ته رسولو لپاره يوه په ډاگه غوښتنه وسي. همدا ؤ چي نن د امنيت شورا پدې وتوانېدله چي د 15 غړو هيوادونو په توافق سره دغه اعلاميه ومني.»

اعلاميې د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا تر ټولو پياوړي وسلې بلل کيږي. اعلاميې په دوه ډول وي چي يوه يې هغه قوي اعلاميه ده چي نه يواځي د شورا ټول غړي هيوادونه يی تر شا ولاړ نه وي بلکه دغه اعلاميې قانوني الزام هم نه لري.

که د يوې اعلاميې لپاره ټوله غړي هيوادونه په يوه ږغ نه وي نو بيا دويم ډول اعلاميه چي ورته «رئيسه اعلاميه» يا پرېزيډنشيل رېزولوشن ويل کيږي و منلو ته وړاندي کيږي. دغه دويم ډول اعلاميه دومره قوي نه وي او نه هم کوم قانوني مکلفيتونه ورسره تړلي وي. خو بيا هم د دغې اعلاميې هر ټکی د 15 واړو غړو هيوادونو په خوښي ټاکل کيږي.

د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د چهار شنبې د ورځي اعلاميه هم پرېزيډېنشل وه یعنی ورسره کوم قانوني مکلفيتونه نه ؤ تړلي. خو بيا هم په سوريه کي د تاوتريخوالي د غندلو لپاره دغه يو مهم گام بلل کيږي.

د ملگرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون يو ځل بيا د دې غوښتنه کړېده چي په سوريه کي دي و وژنو ته د پای ټکی کښېښودل سي. نوموړي د سوريې د وضعې د ارزيابۍ لپاره په يوه اونۍ کي بيا د امنيت د شورا غونډه را بللې ده.

سارې کلاوډيا/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم