1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مایک پنس پاکستان د طالبانو ضد نورو اقداماتو ته هڅولی

۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبه

سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ ویلي چې مرستیال ولسمشر مایک پینس د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره د تلیفوني خبرو په ترڅ کې ویلي چې د هغه هیواد باید د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې لا ډیر اقدامات وکړي.

https://p.dw.com/p/2uXM0
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

سپینې ماڼې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۷مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا د مرستیال ولسمشر او د پاکستاني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ترمنځ دغه تلیفوني خبرې د جمعې په ورځ ترسره شوي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د دې تلیفوني مکالمې په ترڅ کې مرستیال ولسمشر مایک پینس د ولسمشر دونالد ترمپ پر هغې غوښتنې ټینګار کړی چې د پاکستان له حکومت څخه یې په خپله خاوره د طالبانو، حقاني شبکې او په دې هیواد کې د فعاله نورو ترهګرو ډلو د دوامداره شتون د مسئلې د حل په موخه د اقداماتو غوښتنه کړې وه.

اعلامیه د پینس په حواله لیکي چې: «پاکستان ممکن او باید له متحده ایالاتو سره نږدې کار وکړي.»

د واشنګټن په حواله داسې ډیرې کمې نخښې لیدل کیږي چې اسلام آباد دې پریکړه کړې وي چې د طالبانو ملاتړ ته د پای ټکی ږدي. د طالبانو ملاتړ ته د پاکستان غښتلې امنیتي ادارې په کابل کې د هندوستان د اغیز او همدا راز د خپلو ګټو د خوندیتوب په سترګه ګوري.

په عین وخت کې ولسمشر غني د تیرې میاشتې په اوږدو کې د کابل پروسې په ترڅ کې طالبانو ته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ. د دې وړاندیز په یوه برخه کې راغلي وو چې که چیرته طالبان د سولې  وړاندیز ومني او اوربند اعلان کړي، افغان حکومت د نورو امتیازاتو سربیره اماده دی چې طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه وپیژني.

طالبانو بیا د سولې د خبرو د دې وړاندیز په هکله تراوسه پورې کوم قاطع ځواب نه دی ورکړی او تراوسه پورې چپ دي.