1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سفیر: د دیورند کرښه په رسیمت پیژنو

عارف فرهمند/ ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کیننګ، د مارک گروسمن دا خبره تأیید کړې ده چې هیواد یې د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه په رسمیت پیژني. خو افغان دولت پر دې موضوع خبرې د بردیو حق نه بولي.

https://p.dw.com/p/16VFH
انځور: DW

تیره ورځ د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن، په کابل کې د (یک) په نوم له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې «د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده.»

د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبد الرحمان خان د واکمنۍ پر مهال له بریتانوي هند سره د یوه تړون په ترڅ کې وټاکل شوه. خو وروسته له هغه چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان هیواد رامنځ ته شو، د افغانستان د هغه وخت دولت دغه سرحدي کرښه په رسمیت و نه پیژندله.

افغان چارواکو د دغو څرگنونو په اړه غبرگون ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د مارک گروسمن نوم نه دی اخیستی خو به یوه بیانیه کې یې د دې موضوع په اړه خبرې کړي دي. په دغه بیانیه کې راغلي دي چې «د دیورند کرښه د افغانستان د خلکو له پاره یوه مهمه تاریخی مسئله ده.» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې زیاته کړې ده چې «له همدې کبله د افغانستان حکومت د دیورند د کرښې د حقوقي وضعیت په اړه هر ډول څرگندونې د هر چا له خوا چې وي بې ربطه بولي او هغه ردوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جیمز کننگهام، د سه شنبې په ورځ کندهار ته د یوه سفر په ترڅ کې د مارک گروسمن خبرې تأیید کړې. کله چې له کننگهام څخه د گروسمن د خبرو په اړه وپوښتل شو هغه وویل: «د گروسمن په خبرو کې کومه نوې موضوع نه شته. متحده ایالات د نورو ډیرو هیوادونو په څیر، له ډیر وخت راهیسې دغه کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه په رسمیت پیژني. دا کومه نوې موضوع نه ده.»

د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته هیڅ یوه افغان، پاکستاني او یا هم غربي چارواکي د دیورند د کرښي په اړه دومره روښانه خبرې نه وې کړې. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سیاسي څیړونکي وایي چې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ یو هدف د دیورند د کرښې په رسمیت پیژندل دي.

که څه هم پاکستان او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دیورند د کرښې په اړه خبرې نه دي کړي خو په دغه سیمه کې ډیر وخت شخړي او جگړې رامنځ ته کیږي. افغانستان ادعا کوي چې پاکستان د دیورند د کرښې له بلې غاړې پر دې هیواد باندې توغندي توغوي. تر دې مخکې د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو هم ویلي وو چې د دې امکان شته چې پاکستان دغه کار (د توغندیو توغول) د دیورند د کرښې د په رسمیت پیژندلو له پاره تر سره کړي.

د افغانستان د سیاسي چارو څیړونکي عتیق الله امرخیل، په یوه مرکه کې دویچه ویله ته ویلي دي چې د دې امکان شته چې امریکا او پاکستان د پردې تر شا د دیورند د کرښې په اړه یوه معامله کړې وي. هغه زیاته کړې ده: «زه فکر کوم چې په دې اړه افغان دولت هم سر خوځولی وي [دا خبره یې منلې وي] چې د توغندیو دغه بریدونه د دې سبب شي چې یوه معامله وشي ترڅو د افغانستان خلک ورباندې اعتراض و نه کړي.»