1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، په امریکا کې د روسیې له سفیر سره د اړیکې له امله له خپلي دندې استعفا کړې. ویل کیږي چې هغه امریکايي چارواکو ته ناسم معلومات ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/2XW0x
USA Michael Flynn in Washington
انځور: Reuters/Y. Gripas

سپیني ماڼۍ تائید کړې ده چې د ولسمشر ترمپ د ملي امنیت سلاکار، مایکل فلین د دوشنبې ورځې په ماښام ناوخته د روسیې له چارواکو سره د تلفوني خبرو د جنجال له امله له خپلې دندې لاس پر سر شو.

داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې مخکې له دې چې ترمپ واک ته ورسیږي، فلین د روسیې له چارواکو سره د خپلو اړیکو په هکله د امریکا د ولسمشر مرستیال او د ترمپ د ادارې نور چارواکي نه ول خبر کړي.

فلین په خپل استعفالیک کې لیکلي چې سپیني ماڼۍ ته د ترمپ د ورتګ پرمهال هغه په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره څو ځله تلفوني اړیکې نیولې وې. په استعفالیک کې نوموړي همدا راز ویلي دي چې هغه د همدې خبرو او اړیکو په هکله د ولسمشر مرستیال ته «مکمل معلومات نه ول ورکړي.»

فلین په خپل استعفالیک کې همدا راز لیکلي دي: «له بده مرغه او د پیښو د چټکتیا له امله ما د روسیې له سفیر سره د تليفوني اړیکو په هکله د امریکا د ولسمشر مرستیال او نورو ته سهواً نامکمل معلومات ورکړي.»

ممکنه غیر قانوني تليفوني اړیکې

فلین د امریکا د ولسمشر مرستیال پینس ته ویلي ول چې د ترمپ تر لوړي څو اوونۍ مخکې هغه د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما له خوا پر روسیې باندې د بندیزونو د وضع کولو په هکله له روسي چارواکو سره خبري نه دي کړي. له همدې کبله پینس په ګڼ شمیر تلویزونونو کې د فلین دفاع کوله.

په وروستیو ورځو کې، فلین منلې وه چې امکان لري هغه له روسي چارواکو سره د بندیزونو پر سر خبري کړې وي خو ویلي یې ول چې «سل په سلو کې ډاډه نه یم.»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د تیري اوونۍ د یوه رپوټ په حواله، ویل کیږي چې فلین د ډیسمبر مياشتي پر ۲۹ نیټه په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سرګي کیسلیک سره پر مسکو باندې د بندیزونو د لیرې کولو پرسر خبرې کړي وې. په همدې ورځ د امریکا متحدو ایالاتو پخوانې ولسمشر بارک اوباما په ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په ترڅ کې د روسیې د لاس وهنو له امله پر دې هیواد د بندیزونو لگولو اعلان وکړ.

دغو خبرو په ممکنه ډول سره د لوګن قانون مات کړی. دغه قانون ملکي کسان له بهرنیو چارواکو سره د سیاسي اړیکو له ټینګولو منع کوي.

د یو ډول ګواښلو ویره

ځینو سرچینو اسوشیتد پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ داسې رپوټونه هم ول چې د امریکا عدلیې وزارت د ترمپ ادارې ته څو اونۍ مخکې د فلین د تلفوني خبرو د محتوا او ډول په هکله چارواکو ته د ناسمو معلوماتو د ورکړې له امله خبردارۍ هم ورکړی وو.

د امریکا متحدو ایالاتو پخواني لوی څارنوال سالي یاتس ویلي ول چې فلین به ممکن خپل ځان په خطر کې اچولی وي او د تليفوني اړیکو له امله به کیدای شي له ګواښونو سره هم مخ شي. یاتیس وروسته له هغې چې امريکا ته د اوو اسلامي هیوادونو د وگړو پر وتگ د ترمپ د بندیز ممناعت وکړ، له خپلې دندې ګوښه کړای شوه.

ترمپ د فلین د ځای ناستې په توګه تقاعد شوی ډګر جنرال کایت کیلوګ خپل د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومولی دی خو دا لا معلومه نه ده چې هغه به پر دې دنده پاتې شي او که نه.

نور مطالب: