1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د مخفي خدمتونو ادارې مشره وټاکل شوه

مسعود جهش (AP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۷, چهارشنبه

ولسمشر اوباما جولیا پیرسون د امریکا د مخفي ختدمتونو ادارې یا US Secret Service د مشرې په توګه وټاکله. میرمن پیرسون د دغه سازمان په ۱۴۸ کلن تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مشره ده.

https://p.dw.com/p/184rh
انځور: Reuters

د ۵۳ کلنې پیرسون ټاکنه باید د امریکا د سنا له خوا هم تأیید شي. د امریکا د پټو خدمتونو اداره یا US Secret Service د دې هیواد له ولسمشر څخه د ساتنې او همداراز د جعلي پیسو پر وړاندې د مبارزه کولو دندې پرغاړه لري. د دې سازمان پخواني مشر مارک سولیون، تیره میاشت د خپلې دندې پای اعلان کړ.

میرمن پیرسون په فلوریدا کې نړۍ ته راغلې ده او به ۱۹۸۳ کال کې یې د امریکا د پټو خدمتونو له سازمان سره خپل کار پیل کړی دی. هغه په لومړي سره کې په میامي کې د دې سازمان یوه عادي کارکوونکې وه.

اوباما په یوه بیانیه کې د میرمن پیرسون د ټاکنې په اړه ویلي دي: «جولیا د دغه سازمان د مشرۍ له پاره ټول شرایط پوره کوي. هغه به نه یوازې په لویو غونډو کې د امریکایانو ساتنه وکړي او زموږ مالي سیستم به وساتي، بلکې هغه به زموږ له رهبرانو او د هغوی له کورنیو څخه هم پوره ساتنه وکړي.»

اوبامه په دغه بیانیه کې زیاته کړې ده چې میرمن جولیا په خپل ۳۰ کلن کاري ژوند کې خپلې وړتیاوې په اثبات رسولي دي.

پر اوباما باندې په وروستیو وختونو کې له دې کبله نیوکې شوې وې چې په خپله کابینه کې یې ډیرې ښځینه وزیرانې او نورې چارواکې په کار نه دي ګومارلي.

د امریکا د پټو خدمتونو اداره تیر کال د بدلمنۍ په یوې قضیه کې تورنه شوې وه. د دغه سازمان پر ۱۳ کارکوونکو باندې تور لګول شوی وو چې کولمبیا ته د ولسمشر اوباما د سفر پر مهال یې خپلو هوټلونو ته ښځې راوستې وې. دغه خبر هغه وخت رسنیو ته راووته چې د دې سازمان یوه کارکوونکې له خپل ځان سره له راوستې میرمنې سره د پېسو پر سر د هوټل په دهلیز کې جنجال وکړ.

تر دې پېښې وروسته د دې سازمان پخواني مشر داسې قوانین رامنځ ته کړل چې له مخې یې د دې سازمان کارکوونکو د خپلې دندې پر مهال او له هغه څخه لس ساعته مخکې د الکولو د څښکلو اجازه او همداراز د وظیفې پر مهال خپلو هوټلونو ته د ښځو د راوستلو اجازه نه لري.