1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د تاریخ یوه خونړۍ پیښه

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د اورلنډو په ښار کې تر سره شوې خونړۍ پیښه «د ترور او د کرکې د یوه عمل» په توگه یاده کړې ده. برید کوونکي چې د همجنسبازانو په نڅا کلب کې یې۵۰ تنه ووژل، اف بي آی پيژانده.

https://p.dw.com/p/1J5V9
انځور: picture-alliance/Zuma Press/L. Elliott

د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دغې پیښي په هکله په خپل غبرگون کې ویلي دي چې د فلوریدا په اورلنډو کې پر نڅا کلب باندي برید «د امریکا متحدو ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید وو.» هغه دغه پيښه د یوه ترهگریز او د کرکې ډک عمل په توگه یاده کړې ده.

د امریکا متحدو ایالاتو د فدرالي پولیسو یا (FBI) یوه ویاند ویلي دي چې برید کوونکی یو امریکايي وگړی عمر متین دی. د هغوی په خبره مخکې له دې چې متین د اورلنډو په یوه بار کې د پنځوسو کسانو تر وژلو وروسته وویشتل شي، د پولیسو بیړنۍ شمیرې ته یې زنگ وهلی او له افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش سره یې خپل تړاو څرگند کړی دی. په اصطلاح اسلامي دولت ډلې په خپله انټرنیټ پاڼه کې د دغه برید د مسئولیت ادعا کړې ده.

اف بي آی، برید کوونکی پیژانده

دا خبره معلومه ده چې متین دوه وارې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کلونو کې له اف بي آی سره اړیکه درلودلې ده. زیاته شوې ده چې اف بي آی یووار له هغه څخه تحقیقات هم کړي دي. دغه ۲۹ کلن د خپلو همکارانو پر وړاندي له ترهگرو سره د احتمالي اړیکو په هکله خبره کړې وه. خو اوسمهال دی د څارنې په لېست کې نه وو. د برید د ترسره کیدو تر مخه متین په قانوني توگه وسله تر لاسه کړې وه.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې برید کوونکی په نیویارک کې په یوه افغانه کورنۍ کې زیږیدلی وو. خو په تیرو کلونو کې یې په فلوریدا کې ژوند کاوه. هغه له یوه شخصي امنیتي شرکت سره هم کار کاوه.

آیا دا له همجنسبازانو څخه کرکه وه؟

د متین پلار د دغې پیښه احتمالي انگیزه له همجنسبازانو څخه کرکه یاده کړې ده، نه مذهبي شالید. د هغه پلار میر صدیق له ان بي سي، تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چی زوی یې ډیر په غوسه کړی وو چې د مېرمني او زوی پر وړاندي یې همجنسبازانو یو بل ښکل کړي ول.

د متین پخوانۍ مېرمن چې په ۲۰۱۱م کال کې له هغه څخه جلا شوې وه، هغه یې د یوه داسې کس په توگه یاد کړی دی چې تشدد یې کاوه او ذهني حالت یې سم نه وو. تر واده څلور میاشتې وروسته د کورنۍ د غړو په منځگړتوب هغه له متین څخه جلا شوې وه.

دغه برید کوونکي د یکشنبې په سهار وختي په یوه نڅا کلب کې د لاسي وسلې په واسطه برید کړی وو. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په برید کې ۵۰ تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا نوموړی ۲۹ کلن له یوولیسو پولیسو سره د متقابلو ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

د مسلمانانو سازمان پر پيښه سخته نیوکه کړې

د امریکايي اسلامي اړیکو شورا (CAIR) د اورلنډو پیښه په کلکه غندلې ده. له دغې شورا څخه نهاد اعواد ویلي دي چې «دغسې یو جنایت هیڅکله د توجه وړ نه دی.»

په یوه بله جلا پیښه کې پولیسو په لاس اېنجلس کې یو تن نیولی دی چې په ظاهري توگه یې غوښتل د همجنسبازانو مارش ته «ضرر» ورسوي.