1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او افغانستان د اړیکو راتلونکې

سید ریاض (بیرگمن کرېستینا)۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعه

په پلان کې ده چې افغان او امریکايي ولسمشران به د جمعې په ورځ په واشنګټن کې سره وویني. خو د هغوی د دغې لیدنې په پای کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د احتمالي پاتې کیدونو امریکايي سرتیرو شمر روښانه نه شي.

https://p.dw.com/p/17I9i
epa03171840 US and Afghan soldiers attend a regional change of command ceremony at their military base in Jalalabad, Afghanistan, 05 April 2012. Reports state that a study, conducted by the US Army's health department and published in the medical journal Injury Prevention in March 2012, shows US Army suicides rose to levels unprecedented in 30 years in 2004-2008, with a surge of 80 per cent possibly stemming from the US wars in Iraq and Afghanistan. EPA/ABDUL MUEED +++(c) dpa - Bildfunk+++
Wechsel der Heeresleitung in Dschalalabadانځور: picture-alliance/dpa

خو امریکایي جنرال دیوید بارنو، وایي چې که چیرې متحده ایالات د افغان پوځ روزنې او په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد مبارزي پورې ځان محدودوي نو په دې هیواد کې به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ سرتیرو ته اړتیا ولري. دغه امریکایي جنرال له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې په افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو عمومي قوماندان وو.

بارنو چې د متحده ایالاتو یوې څیړنیزې ادارې پورې هم تړاو لري له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «د سرتیرو شمیر به په هر حال کې په زرهاو تنو وي. په دې اړه [د مخکینو یادو شویو هدفونو له پاره] نه شو کولای چې د لسگونو زرو سرتیرو څخه یادونه وکړو.»

بارنو دې خبرې ته اشاره وکړه چې د افغان پوځ د فعاله ساتلو له پاره به یوازې لوژیستکي ملاتړ کافي نه وي بلکې له هغوې سره باید مالي مرستې هم وشي. هغه وویل چې که چیرې نړیواله ټولنه افغان دولت ته کافي مالي منابع په اخیتار کې ورکړي نو، نو دا ډیره ښه خبره ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پخپله افغانان د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي.

د بارنو په خبره اوس په افغانستان کې شاوخوا ۳۵۲۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه او څه نا څه ۳۰۰۰۰ طالبان موجود دي. هغه وویل: «په دې ترتیب د لسو افغان امنیتي ځواکونو په مقابل کې چې په هغې کې پولیس هم شامل دي، یوازې یو طالب جنگیالی موجود دی.»

د امریکایي سرتیرو له پاره قضایي مصونیت د توافق اصلي شرط دی

د پنجشبنې د ورځې په ماښام «د ۲۰۱۳ کال د جنوري لسمه نیټه» افغان ولسمشر د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن هیلري کلنتن سره ولیدل. په پام کې ده چې د جمعې په ورځ به افغان ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره هم وویني. د امریکایي سرتیرو د شمیر پر موضوع  سربیره، د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي تړون نور جزئیات هم د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د امریکایي سیال ولسمشر بارک اوما، د خبرو اترو اصلي موضوعګانې دي. په پام کې ده چې دغه امنیتي تړون د روان کال د نومبر تر میاشتې پورې تصویب شي‎.

په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د پاتې کیدو په اړه یوه مهمه موضوع د دغو ځواکونو د قضایي مصؤنیت خبره ده. دیوید بارنو په دې اړه وویل: «دا چې امریکایي سرتیري دې په افغاني محکمو کې تر قانوني څیړنو لاندې را نه شي، [په افغانستان کې] د هغوی د پاتې کیدو اصلي شرط دی. دا هماغه شرط دی چې امریکايانو په عراق کې د خپلو ځواکونو د پاتې کیدو له پاره وړاندې کړی وو.»

بارنو وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې په سوله ییز او مدني ډول د شفافو او آزادو ټاکنو په پایله کې د افغانستان د سیاسي واک لیږد د دې هیواد د راتلونکې له پاره ډیر اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې داسې نه شي کیدای چې د افغانستان راتلونکې یوازې د امریکایانو په فعالیتونو پورې تړلې وي. بارنو وویل: «د نړیوالې ټولنې له خوا تر لس کلونو مرستو وروسته، افغانان باید پخپله د خپل حکومت د بدلولو او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې مسوولیت پر غاړه واخلي.»

په ۲۰۱۴ کال کې مهلت پای ته رسیږي

په واشنگټن کې د بروکینگز په انستیتیوت کې د افغانستان د چارو کارپوهه واندا فېلباب براون، د بریتانیې او آلمان په څیر هیوادونو ترمنځ، چې هڅه کوي طالبان د خبرو اترو میز ته راولي، د همغږۍ غوښتونه کوي.

نوموړې کارپوهه زیاتوي چې اوس له طالبانو سره د مذاکرې هڅې له وخت سره د منډې وهلو په څیر دي. ځکه چې د دغې کارپوهې په اند ۲۰۱۴ کال رانزدې شوی دی. هغې وویل: «د بیلگې په توگه، که چیرې په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان له کوم لوی کړکیچ سره مخامخ شي، زه فکر نه کوم چې په متحده ایالاتو کې عام وګړي یا د دغه هیواد حکومت په افغانستان کې خپل پوځي یا سیاسي فعالیتونو یو ځل بیا وغځوي.»

د نوموړې میرمن په وینا، که چیرې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په ډراماتیکه توگه خراب شي، نو ښایي د امریکا د عام ولس د فشار په پایله کې متحده ایالات دې ته مجبوره شي چې له افغانستان سره خپلې وروستۍ اړیکې هم پرې کړي.