1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امريکايانو د خلاصون عمليات ناکامه ول»

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ايالاتو حکومت دا خبره تائيد کړې ده چي ولسمشر باراک اوباما په سوريه کي د تښتول سوو امريکايانو د ژغورني له پاره د ځانګړو پوځي عملياتو اجازه ورکړې وه. خو عمليات بريالي نه ول.

https://p.dw.com/p/1Cyb8
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کېربي وويل چي «څو وخت مخکي» د تښتول سوو امريکايانو د خلاصون له پاره «له بده مرغه يوه ناکامه» هڅه وسوه. د نوموړي په وينا دغه پوځي عمليات د دې سبب نه سول چي تښتول سوي امريکايان آزاد کړل سي، ولي چي د جان کېربي په وينا کوم ځای چي د امريکا استخباراتو ته ور ښودل سوی وو، په هغه کي امريکايي اتباع موجود نه ول.

خو د امريکا حکومت د هغو امريکايانو شمېر يا نومونه ښودلي نه دي چي په سوريه کي تښتول سوي دي. د امريکا په رسنيو کي داسي اټکلونه سوي چي ښايي درې يا څلور امريکايي اتباع په سوريه کي د وسله والو په قبضه کي وي.

«عمليات په دوبي کي»

واشنګټن پوست ورځپاڼي په خپل راپور کي د دغو پوځي عملياتو په هکله ليکلي دي چي دغه عمليات «په دغه دوبي» کي تر سره سوي ول. نيويارک ټايمز ورځپاڼي بيا ليکلي دي چي دغه عمليات «د دوبي په پېل کي» تر سره سوي ول.

نيويارک ټايمز په خپل راپور کي ليکلي دي چي په دغو مخفي عملياتو کي لږ تر لږه دوو جوپو امريکايي ځانګړو عسکرو ګډون درلود. زياته سوې ده چي دغه ډېر مغلق عمليات ول چي په ترڅ کي يې په څرخۍ الوتکو کي امريکايي عسکر د سوريې شمال ته وړل سوي ول، چي هلته د «اسلامي دولت» وسله والو سره په جنگ کي هم ښکېل سوي ول.

د سوريې جګړې له پېل راهيسي دا لومړی وار دی چي امريکايي عسکر د سوريې خاورتي ته ورغلي وي. دغه جګړه په ۲۰۱۱م مېلادي کال پېل سوه چي پکښي تر اوسه تر ۱۷۰ زورو زيات انسانان وژل سوي دي.

«اسلامي دولت» د نورو تښتول سوو د وژلو ګواښ کړی

د رسنيو په راپورونو کي راغلي دي چي د عملياتو موخه دا وه چي د اسلامي دولت له منګولو څخه تښتول سوي امريکايي اتباع وژغورل سي. په دغو کي جېمز فولي هم شامل وو چي د وژل کېدو ويډيو يې په نړيواله توګه غبرګونونه رامنځ ته کړل. د رسنيو د راپورونو له مخي د تښتول سوو امريکايانو د خلاصون له پاره په يادو مخفي عملياتو کي ښايي د اسلامي دولت يو شمېر وسله وال هم وژل سوي وي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د راپور له مخي په تښتول سوو امريکايي اتباعو کي ژورناليست ستيفن سوتلوف هم شامل دی، چي په ۲۰۱۳م کال يرغمل سوی دی. د اسلامي دولت جنګياليانو ګواښ کړی دی چي که امريکا په عراق کي بمبارۍ بندي نه کړي نو دوی به سوتلوف هم هغسي ووژني له لولي چيې وواژه.

د رسنيو د راپورونو له مخي د امريکايي اتباعو تر څنګ يو شمېر بريتانوي اتباع هم د «اسلامي دولت» جنگياليانو له خوا اختتاف سوي دي.

«د سرطان دانه» بايد ليري کړل سي

جېمز فولي د ۲۰۱۲م کال په نوامبر مياشت کي د سوریې په شمال کي وتښتول سو. تښتونکو د هغه په بدل کي د ميليونونو ډالرو غوښتنه کوله. امريکايي ورځپاڼو ليکلي دي چي د امريکا حکومت د تښتونکو دغه غوښتني رد کړي وې.

له هغه وروسته چي د جيمز فولي د سر پرېکولو ويډيو خپره سوه، د امريکا ولسمشر باراک اوباما غبرګون وښود. نوموړي وويل چي د فولي تر وژل کېدو وروسته به د «اسلامي دولت» پر ضد په لا قاطعيت سره عمل وکړي.

اوباما وويل: «د سرطان د دغي دانې د ليري کولو له پاره گډو هڅو ته اړتيا سته چي د دغه سرطان د سرايت مخه ونيوله سي.» د نوموړي په وينا په يوويشتمه پېړۍ کي د «اسلامي دولت» غوندي ډلو له پاره هيڅ ځای نسته.

اوباما د نوامبر مياشتي په وروستيو کي د ترهګرۍ ضد نړيوال کنفرانس رابللی دی. دغه کنفرانس به د ملګرو متلونو د عمومي شورا د غونډي تر څنګ جوړ کړل سي. په دغه کنفرانس کي به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي برخه وال وي.