1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امريکا پر اندېښنو سربيره به ۸۸ تنه بنديان آزاد کړو»

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

د بگرام زندان د بندیانو دوسې د څېړنې کمېټې ویلي دي چې افغان حکومت به د امریکا له اندېښنو او گواښونو سره سره له دغه زندان څخه ۸۸ تنه بندیان آزاد کړي. تر دې مخکې امریکا دغه بندیان خطرناکه بللي ول.

https://p.dw.com/p/1Aljx
انځور: dapd

دغه ۸۸ تنه بندیان اوس د کابل په شمالي برخه کې د بگرام په زندان کې ساتل کیږي. د دې زندان مسوولیت یو څه وخت دمخه په خپله افغانانو ته وسپارل شو. افغانانو ته د دې زندان د مسوولیتونو تر سپارلو دمخه، د بگرام زندان د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ یوه ډیره شخړه ییزه موضوع وه.

تر دې دمخه امریکايي چارواکو ویلي ول چې د دغو ۸۸ تنو بندیانو په ډله کې یو شمیر یې په مستقیم ډول د امریکايي او افغان ځواکونو او ملکي وگړو په وژلو او ټپي کولو کې ښکیل دي. دغو امریکايي چارواکو د بگرام زندان د بندیانو د دسیو د څېړنې پر کمېټې باندي تور لگولی وو چې له خپلو صلاحیتونو څخه یې لوړ عمل کړی دی.

امریکایي چارواکو استدلال کړی وو چې دغه کمېټه د یوې محکمې په شان عمل کولای نه شي او یوازي د افغانستان محکمې دا پریکړه کولای شي چې دغه ۸۸ تنه بندیان دي آزاد شي او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي د افغانستان استخباراتي چارواکو او د بگرام زندان د بندیانو د څیړنې کمېټې ته لارښوونه کړې وه چې د دغو ۸۸ جنجالي بندیانو په اړه نور معلومات راټول کړي.

د بگرام زندان د بندیانو د دوسیو د څېړني کمېټې مشر عبدالشکور دادرس، د یکشنبې په ورځ له رویترز خبري آژانس سره په يوه تلیفوني اړيکي کي وویل چې د هغوی څېړني ښيي چې د دغو ۸۸ تنو بنديانو د ساتلو له پاره کوم قانوني دلایل موجود نه دي.

هغه زیاته کړې ده: «هغه اسناد چې موږ تر اوسه پوري لیدلې دي ښي چې د دغو کسانو د تورنولو له پاره هیڅ شواهد موجود نه دي.» دادرس ټینگار وکړ چې که د دغو بندیانو پر ضد شواهد و نه موندل شي نو هغوی به آزاد کړي.

په وروستیو وختونو کې د ولسمشر کرزي او واشنگټن تر منځ اړیکې یو څه ترینگلي شوي دي. تر دې دمخه افغان ولسمشر د کابل ـ واشنگټن تر منځ امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه هم ډډه کړې وه او ویلي يې ول چې تر هغه وخته پورې به دغه کار و نه کړي چې امریکا د افغانانو پر کورونو باندي خپل عملیات پای ته رسولي نه وي او په افغانستان کې یې د سولي تضمین کړی نه وي.

دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰تنو امريکايي عسکرو حضور ته زمينه برابروي.

تیره اوونۍ د جان مک کین په گډون درې تنه امریکايي لوړپوړي سناتوران کابل ته ولاړل او له ولسمشر کرزي سره یې د امنیتي تړون په اړه خبري وکړې. دغو سناتوران همداراز ویلي دي چې د دغو ۸۸ زندانیانو آزادیدل به د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکې لا پسې ترینگلي کړې.

امریکايي چارواکي وايي چي د دغو ۸۸ زندانیانو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې د ۵۷ افغان ملکي وگړو او پوځیانو په مرگ ژوبله کې ښکیل دي او۳۰ سنله نور یې بیا په داسي بریدونو کې ونډه لري چې د۶۰ امریکايي سرتیرو د مرگ ژوبلې لامل شوي دي.