د امريکا مرستي معنی څه؟
امريکا متحدو ايالاتو د ۲۰۱۸م کال په پېل کي پر پاکستان خپلي تقريبا ۲۵۵ ميليونه ډالره نظامي مرستي بندي کړې. دا څه ډول مرستي دي او تاسو د امریکا د مرستو په اړه کوم معلومات لرئ؟
د امريکا متحدو ايالاتو مرسته معنی څه؟
د امريکا متحدو ايالاتو د پرمختيايي مرستو اوسنی نظام د ۱۹۶۱م کال د بهرنيو مرستو په قانون رامنځ ته سوی دی. د دغه قانون مقصد په ټوله نړۍ کي د امريکا د حکومت له لوري د مرستو تنظيمول ول. په امريکا متحدو ايالاتو کي دغو مرستو ته «له نړۍ سره د وسايلو شريکول» هم ويل کيږي.
دغه مرستي په کومو برخو کي کيږي؟
دغه مرستي نه يوازي د بهرنيو هيوادونو له پوځونو سره نظامي يا د دفاعي مرستو شکل لري، بلکي دغه مرستي تخنيکي، روزنيزي او د مرستو او همکاريو نوري برخي هم په پام کي نيسي. دغه مرستي د هيوادونو حکومتونو، پوځونو، تجارتي سازمانونو او يا غير حکومتي سازمانونو ته ورکول کيدلای سي.
امريکا متحد ايالات په کوم اندازه مرسته کوي؟
د ځينو څېړنو پر اساس امریکا متحد ایالات د خپلې مجموعي کلنۍ بوديجې ۱،۳ سلنه برخه د بهرنيو مرستو له پاره ځانګړې کوي. خو د مرستې دغه مقدار هر کال بدلون مومي. د کارپوهانو په آند د امريکا مرسته د دې لامل سوه چي تر دويمي نړيواله جګړې وروسته په اروپا کي په لوړه اندازه ولسي اقتصادونه وده وکړي.
په مرستو کي کله زياتوالی راغلی؟
په۱۹۹۰ کلونو کي د هغه وخت شوروي اتحاد هم ورته مرستي کولې چي بيا وروسته راکمي سوې. د ۲۰۰۱م کال د سپتامبر پر۱۱مه تر بريدونو وروسته امريکا متحدو ايالاتو خپلي مرستي زياتي کړې. د کارپوهانو په آند دا په دې وجه چي جارج ډبليو بوش په عراق، افغانستان او نړيوال روغتيايي پروګرام کي د امريکا زياتي مرستي ولګولې.
دغه مرستې څنګه مصرفيږي؟
د ۲۰۱۵م کال د اعداد او شمېرو له مخي د امريکا متحدو ايالاتو د ټولو بهرنيو مرستو ۳۸ سلنه برخه په اوږدمهاله پرمختیايي پروژو ولګول سوه. دغه مرسته له هغو هيوادونو سره کيږي چي په اقتصادي توګه پر شا پاته او په عين حال کي په روغتیايي چارو کي هم شاته پاته وي.
د ملګرو ملتونو برخه
د امریکا متحدو ایالاتو د مرستو تقريبا ۱۵ سلنه برخه نړيوال بانک او ملګرو ملتونو ته ورکول کيږي. دغه مرستي ۳۵ سلنه نظامي او دفاعي بڼه او ۱۶ سلنه د بېلګي په توګه د زلزلو، وچکاليو او جګړو پر وخت د بشري مرستو شکل لري. د دغو مرستو ۱۱ سلنه سياسي مرسته وي.
د مرستو فيصله څوک کوي؟
تقريبا ۲۱ بيلي ادارې يا سازمانونه د امريکا متحدو ايالاتو د پرمختيايي مرستو چاري پر مخ بيايي. د ۱۹۶۱م کال د قانون له مخي د پرمختيايي مرستو د انسجام له پاره د (USAID) په نوم نیمه خپلواکه اداره يا سازمان رامنځ ته کړل سو. دغه اداره د امريکا د ولسمشر، کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت شورا تر څار لاندي خپل کار کوي. د مرستو اداره نور آژانسونه کوي.
له کومو هيوادونو سره مرسته کيږي؟
امريکا متحد ايالات د نړۍ تر۲۰۰ زیاتو هيوادونو سره مرستي کوي. د ۲۰۱۵م کال د راپور له مخي په دغو هيوادونو کي د مرستو مهمه برخه تر لاسه کوونکي هيوادونه افغانستان، اسرائيل، عراق، مصر او اُردن دي. د واشنګټن پوسټ د راپور له مخي له افغانستان، اسرائيل، مصر او عراق سره په زياته بیا نظامي مرستي کيږي.
افريقا هم په ليسټ کي شامله ده
په مرسته ترلاسه کوونکو هيوادونو کي يو شمېر افريقايي هيوادونه هم شامل دي. افريقايي هيوادونه په زیاتو مرستو ترلاسه کوونکو لومړيو لسو کي شامل دي. امريکا متحد ايالات د ملګرو ملتونو سازمان له ځينو ادارو سره هم مرستي کوي.
امريکا څومره لوی مرستندويه هيواد دی؟
د مرستو د حجم له کبله امريکا متحد ایالات په نړۍ کي د مرستندويه هيوادونو په قطار کي تر ټولو زياته مرسته کوونکی هيواد دی. دويم مقام جاپان، په دوهم مقام کي آلمان او څلورم فرانسه دی.