1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د عدليې وزير په کابل کي د عدلي چارو کتنه کوي

۱۳۸۹ تیر ۹, چهارشنبه

دمتحده ايالاتو د عدليې نوی وزير ايريک هولدر کابل ته رسېدلی تر څو له افغان او امريکايي چارواکو سره د قانون د پلي کولو او د اداري فساد په وړاندې په مبارزه کي هڅي ګړندۍ کي.

https://p.dw.com/p/O72g
د امريکا لوی څارنوال ايريک هولدر
د امريکا لوی څارنوال ايريک هولدرانځور: AP

د جرمني د dpa خبري اژانس رپوټ ورکوي چې په افغانستان کي د متحده ايالاتو سفير د لوی څارنوال محمد اسحاق الکو څخه غوښتنه کړې چي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په تړاو دي هغه استعفا ورکړي.

الکو د سه شنبې په ورځ په کابل کي وويل چي،د متحده ايالاتو ډيپلوماټ کارل آيکنبېري ورباندي فشار راوستی تر څو هغه د افغان يونايټد بانک مرستيال مشر، حاجي محمد رفيع عظيمي ونيسي او که نه نو، الکو دې پخپله استعفا ورکړي.

د نوموړي بانک پر مرستيال مشر باندي تور لګول کيږي چي، د افغانستان د حج او اوقافو تښتېدلی پخواني سرپرست وزير، چکري ته يې بډي ورکړي وې.

الکو بيا وويل چي د افغان يونايټد بانک مرستيال عظيمي د نيولو په وړاندي په کافي توګه شواهد نه وو موجود.

په داسي حال کي چي د متحده ايالاتو سفير ته يې دا خبره وکړه، نوموړی په احتجاجي ډول له دفتر څخه ووت.

د امريکاد عدليې وزير وويل:«په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندې مبارزه او د قانون د حاکميت څخه ملاتړ لومړيتوبونه دي. موږ به د افغان دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو څو د جنايي چارو د پلټنې او د عدالت داسي يو اغېزمن سيستم پياوړی سي، چي افغان ولس ورته اړتيا لري.»

هولدر د متحده ايالاتو د عدليې وزارت تر څنگ د FBI يا فدارلي پوليسو او د مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مسووليت هم په غاړه لري.

د عدليې د وزارت حقوقپوهان کابل ته وربلل شوي دي تر څو هغوی افغان څارنوالان او پوليس، په مخدره موادو پورې د تړلو جرمونو په برخه کې وروزي.

د متحده آيالتونو له مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې کارکونکي دا وظيفه لري چې:«د نشه يي توکود قاچاق وړونکو لوی سازمانونه وپېژني، خنډونه ورته ايجاد او مات يې کړي.دغه سازمانونه بغاوت ته لمن وهي او د نشه يي توکو د اقتصاد څخه ګټه پورته کوي.»

د فدارلي پوليسو يا اف بي اي دنده دا ده چي:«د تروريزم پر ضد هڅو څخه ملاتړ وکي، او معلومات راټول کي.»

په متحده ايالاتو کي د رسنيو رپوټونه وايي چي په مليارډو ډالره په پر له پسې ډول له پلازمېنې کابل څخه نورو هېوادونو ته ايستل کيږي

AG/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل