د امريکا او پاکستان د اړيکو تياره فضا
۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبهامريکايي او پاکستاني چارواکو دغه ورځپاڼي ته ويلي چي پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه د اسامه د وژل کيدو په پايله کي د پاکستاني پوځ لخوا تر دې فشار وروسته چي د امريکا د متحده ايالاتو سره دي اړيکي سستي کړای سي، کيدای سي دغه اړيکي نوري هم خړي پړي سي.
د امريکا متحده ايالاتو د دغي چاپې څخه پاکستان نا خبره ساتلی وو، پاکستان د اسامه بن لادن د وژلو ستاينه کړې وه، خو دغه عمليات يې پر خپله خاوره تيری بللی وو، او د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه د خجالت سره مخامخ کړې، چي گواکي دوی په دې خبر ول چي اوسامه هلته دی.
يو امريکايي چارواکي چي نه غواړي نوم يي بربنډ سي دغه ورځپاڼي ته ويلي چي د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال، اشفاق کياني، اوس په دې لته کي دی چي دغه ستونزه حل کړي خو« د هغه قوماندانان د امريکا د متحده ايالاتو ډير مخالف دي، نو کياني بايد هغوی ته تسليت ورکړي.»
د يو بل امريکايي چارواکي په حواله د پاکستان پوځ په دننه کي پر کياني باندي فشار خپل وروستي حد ته رسيدلی.
په عني وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو قانون جوړونکو له خوا د ملياردونو ډالرو مرستو سره سره، د تروريزم پر ضد جګړه کي د پاکستان ملګرتيا ته د شک په سترګه ګوري. د دوی په وينا د 2001 م کال را پديخوا د 20 ملياردو ډالرو د مرستو سره هم د اسلام آباد په چلند باور نسته.
همدغه راز هغوی په پاکستان کي دCIA د پاره د جاسوسۍ په تور نيوني هم غندلي، دغه خلکو په ايبټ آباد کي د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه CIAته معلومات ورکړي ول.
د واشنګټن پوسټ دغه رپورټ کاږي چي په نيول سوو کسانو کي د پاکستان پوڅ يو ډګروال ډاکټر هم شامل دی، چي د بن لادن کور ته مخامخ اوسيده. د هغه په اړه ويل کيږي چي د اوسامه کورته تلونکي راتلونکي موټر يې څارل. خو د پاکستان پوځ بيا دا خبره ردوي، او وايي چي د « ايبټ آباد د پيښي» په اړه يې د پاکستان پوځ هيڅ کوم ډاکټر نه دی نيولی.
په عيني وخت کي پاکستان پر امريکا زور راوړی چي د پاکستان قبايلي سيمي کومي چي د افغانستان سره ګډه پوله لري، د بې پيلوټه الوتکو بمباري ودروي. ځکه د امريکا د متحده ايالاتو له خوا په قبايلي سيمو کي د پوځي عملياتو د روزني پروګرام تقريباً مکمل سوی دی.
پاکستان د امريکا د متحده ايالتونو و پوځي او CIA مامورينو ته ورکړل سوي ويزې هم پسخه کړي دي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل