1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپيک د ژمنيو لوبو پرمهال امنيتي اندېښنې

محمد قاسم نوري/ مېخايل بوشايف۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

د روسېې په جنوب کی سوچی د یوې جنګی کلأ حالت ځانته اخیستی دی . هلته د ژمنیو لوبو پر وخت لمړی درجه امنیتی احضارات حاکم دی . د لوبو د پیلیدو دمخه اسلام پالو د نوو بریدونو ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1B274
انځور: Reuters

د روسېې د جنوب د ولګاګراد پر ښار باندي د تازه بريدونو مسووليت درې اووني وروسته شکمنو ياغيانو پرغاړه واخيست. د ۲۰۱۳ مېلادي کال د ډسمبر مياشتي په پای کي هلته په دوو بريدونو کي تر۳۰ زيات انسانان ووژل سول.

وروسته بيا د جنورۍ مياشتي پر ۱۹نېټه په انټرنيټ کي د دغو بريدونو د مسووليت اخيستلو په باب يوه ويديو نشر سوه. په ويديو کي يوې ياغلي ډلي «انصار ال سنت » د نورو بريدونو د سرته کولو ګواښ هم کړی دی او هغه هم دالمپيک د ژمنيو لوبو پرمهال، چي د فيبرورۍ مياشتي پر۷ شروع کيږي.

امنيتي کارپوه او د «اګينتورا رسي يا» د انټرنيټ پاڼي مشر اندريې زلداتوف په نظر بايد دغه ګواښونه جدي ونيول سي. نوموړي له دويچه سره په مرکه کي وويل چي «دا د قفقاز په سيمه کي د داغستان د خودمختاره جمهوريت يوه ډله ده.»
د ده په عقيده، په روسېه کي د نورو ترهګري بريدونو د سرته رسول خطر ډير لوړ دی.

د کنترول يو مرکز
د کنترول يو مرکزانځور: DW/M. Bushuev

د روسېې حکومت تر ټولو دمخه په سوچي کي د حملو او بريدونو څخه په انديښنه کي دی. دغه خبره د «انټرنېشنل کريسيس ګروپ» څخه يې کاترينا زوکريانسکايا هم تاييدوي او وايي چي هغه په بشپړ ډول عملي بڼه لري.

د ۱۹۸۰مېلادي کال تر المپيک وروسته تر ټولو لوړ امنيتي تدابير

په دې ډول به نو سوچي په روسېه کي د۱۹۸۰ مېلادي کال د المپيکي د دوبي لوبو وروسته د امنيتي ځواکونو د ماموريت لوی مرکز وګرځي. د رسمي شميرو له مخي به له ټولي روسېې څخه هلته ۳۷۰۰۰ پوليس ځای پر ځای سي. ډيرو ته يې د انګليسي ژبي زده کړي او نور لازم ابتدايي کورسونه ورکول کيږي، څو له يوې خوا د خارجي سيلانيانو سره مرسته وکړي او له بله اړخه په جدي او سختو حالاتو کي مقاومت وکړای سي. همدارنګه به سوچي ته د طبيعي آفاتو او ملکي دفاع د وزارت څخه ۲۳۰۰۰ کارکونکي هم ورسي. پر دې سربيره هغوی د عسکرو ، سرحد ساتونکو او استخباراتي مامورينو له خوا تقويه کيږي، چي دقيقه شميره يې معلومه نه ده.

د المپيک د ژمنيو لوبو جريان به په اوبو کي د پوځي کښتيو او اوبتلونو او په هوا کي د بې پيلوټه او جنګي الوتکو په واسطه تقويه سي. همداوس لا په لسونه اضافي عسکري موټر په سيمه کي ګزمې کوي. څه ناڅه ۱۴۰۰ ويديو کمرې په ټوله ښار کي نصب سوي دي. په غرونو کي به له عصري صحرايي موټرونه څخه کار واخيستل سي.

د نندازه کوونکو سخت کنټرول

د ۲۰۱۴ مېلادي کال د جنورۍ مياشتي له ۷ څخه د توري بحيرې پر څنګ دغه ښار کي لومړي درجه احضارات حاکم سي. هر څوک چي هلته تر درې ورځي اضافه تيرول غواړي بايد د محلي ارګانونو سره ځانونه ثبت کړي. په سوچي کي د دغو سپورټي مسابقو پر وخت هر تماشاچي يو مخصوص کارټ په لاس راوړي، چي په هغه کي د ده ټوله شخص احوال ثبت دی او امنيتي ځواکونو ته په اختيار کي ورکول کيږي. د روسيې له نورو سيمو څخه د لوبو پرمهال موټرونو ته اجازه نه ورکول کيږي.

د موټرو کنترول
د موټرو کنترولانځور: DW/M.Bushuev

سوچي اوس يوه «ممنوعه سيمه» جوړ سوی دی، چي د وتلو او ورننوتلو ډير لږ او يا هيڅ امکانات نه لري. په خاص ډول هغه سيمي ډيري تر کنټرول لاندي دي چي د ګرجستان د جلأ سوي جمهوريت ابخازيا او کراسنايا پوليانا له غرونو سره هم سرحده دي. د «ممنوعه سيمي» د جوړيدو هدف دادی چي له شمالي قفقاز څخه د ترهګرو له راتګ څخه پر سم وخت باندي مخنيوي وسي.

له بلي خوا بيا له سوچي څخه ليري په مسکو کي ټوله هغه ميلمانه کارګران چي اسناد ونه لري، ايستل کيږي. د پوليسو ګزمې کوښښ کوي چي بې خاونده او غير قانوني موټران پيدا او ضبط کړي. په خپله د سوچي له اوسيدونکو څخه غوښتنه سوې ده چي شکمنو کسانو او شيانو ته دقيق نظر واچوي.

د امنيتي تدابيرو په خاطر ډير لوړ لګښتونه

خو دغه ټوله امنيتي تدابير ډير مصارف هم لري. په داسي حال کي چي د ۲۰۱۳ مېلادي کال په سر کي روسۍ اقتصادي ورځپاڼي «ويدوموستي» په سوچي کي د ټولو امنيتي تدابيرو مصرف ۲ ميليارده ډالره سنجولی وو، اوس د ۳ ميلياردو ډالرو لګښت خبره کيږي.