1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پوځ خپله لومړۍ اډه افغانانو ته وسپارل

۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه

الماني ځواکونو د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد امنيتي مسئوليت افغان ځواکونو ته وسپاره. خو بيا هم په دغه ښار کي به نزدې سل تنه الماني سرتيري پاته وي.

https://p.dw.com/p/16NAb
انځور: picture-alliance/dpa

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر له خوا په يوه وينا پاڼه کي راغلي دي، چي دا د دې ښکارندويي کوي، چي په افغانستان کي نړيواله ستراتيژي د پرمختگ په حال کي ده.

ويستر ويله په برلين کي ويلي دي، چي د خنډونو او ستونزو سره سره بيا هم هغه وخت ورځ تر بلي را نژدې کيږي، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت د دغه هيواد امنيتي ځواک ته وسپارل سي.

د المان د بهرنيو چارو وزارت په خبره، په فيض اباد کي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسئولیت له سپارلو سره په بدخشان کي د المان د دفاع وزارت ماموريت پای ته ورسېد.

خو په افغانستان کي د الماني ځواکونو قوماندان وايي، چي بيا به هم په دغه ولايت کي نزدې ۱۰۰تنه الماني سرتيري د „ لنډ وخت له پاره“ په خپله اډه کي پاته وي.

د المان د بهرنيو چارو وزارت په خبره په سیمه کي به د پراختيايي پروژې بهير ته همداسي دوام ورکړي.

په فيض اباد کي المانی سرتيری
په فيض اباد کي المانی سرتيریانځور: picture alliance / dpa

د بدخشان په مرکز فيض اباد کی نزدې ۵۰۰ الماني ځواکونه مېشته ول. د دغه ولايت د ولايتي بيا رغوني المانۍ ډله حتی د تير عيسوي کال په وروستيو کي ملکی سوې وه. د دغي ډلي مشر هيلموت لندس، تيره ورځ د امنیتي مسئوليت د سپارلو پر مهال وويل:

«افغان امنيتي ځواکونه به له ټولو هغو تاسيساتو څخه کار واخلي چي الماني ځواکونو جوړ کړي ول.»

المان اوس هم د افغانستان په شمال مزارشريف، کندوز او بغلان کي درې ستري پوځي اډې لري.

خو د دغه ولايت د امنيي قوماندان جنرال صبور نصرتي له دويچه ويله سره په تليفوني تماس کي وويل، چي دوی کولای سي د ولايت امنيتي ستونزو ته په يوازي سر اوږه ورکړي:

«موږ له يوې ولسوالۍ پرته نور په ټول ولايت کي امنيتي ستونزو ته جواب ويلای سو.»

هغه زياته کړه، چي په دغه ولايت کي کيدای سي، کله نا کله د قاچاقبرانو له خوا امنيتي ستونزي را منځته سي، ځکه په خبره ئې دغه ولایت له پاکستان تاجکستان او چين سره سرحد لري.

په پلان کي ده، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول بهرني جنگي ځواکونو له افغانستان څخه ووزي او د دغه هيواد امنیتي مسئوليت افغانانو ته وسپاري.

له بدخشان څخه د الماني ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه ولايت کي امنيتي وضعيت نا معلوم دئ. غربي امنيتي کارپوهان اټکل کوي، چي وسله وال طالبان به په دغه غرني ولايت کي پياوړي سي.

د يوه کار پوه په خبره له دغه ولايت څخه د الماني ځواکونو تر وتلو وروسته کيدای سي «د قدرت نیولو له پاره خونړۍ جگړې وسي.».

بدخشان يو د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دئ، چي د ژمي په موسم کي ئې تر ډيره وخته لاري واورو بندي کړي وي، او ډيري اوسیدونکي ئې روغتيايي اسانتیاوو ته لاس رسئ نه لري.

فرانس پريس/ رويترز/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: مسعود جهش