1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان صدراعظمه افغانستان ته رسېدلې ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

د المان صدراعظمه انگيلا میرکل د دوشنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلې ده چې په دغه هیواد کې له خپلو سرتیرو سره وگوري. دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونه په يوه حساس پړاو کي دي.

https://p.dw.com/p/14JCL
انځور: picture-alliance/dpa

انگيلا میرکل د دوشنبې په ورځ«د مارچ د میاشتي ۱۲نېټه» په مزار شریف کي د الماني ځواکونو عمومي قرارگاه ته رسېدلې ده.

په پام کې وه چې میرکل به لومړی کندز ولایت ته سفر وکړي، خو د خرابي هوا او زياتي واوري د اورېدلو له امله مزار شریف ته ولاړه.

تر دې مخکي میرکل د ۲۰۱۰ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې افغانستان ته سفر کړی وو. المان په افغانستان کي د پوځي ځواک د شمېر له مخي تر امريکا او بريتانيا وروسته دريم هيواد دئ.

له هغه راهيسي چي په ۲۰۰۲ میلادي کال کي د المان پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړی دئ تر اوسه ئې ۵۲ سرتیري وژل سوي دي.

المان اوس په افغانستان کې شاوخوا ۴۸۰۰ سرتیري لري او اوس ئې پتېيلې ده چې په راروان میلادي کال کې به په هغه هیواد کي د خپلو سرتيرو د شمېر په کمولو پیل وکړي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه به له افغانستان څخه د ناټو په مشرې ټول جنگي سرتیري ووځي د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري به خپل افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي.

ويل کيږي چي کيدای سي د آلمان لومړۍ وزير مېرمن انگيلامير کل پر خپلو ځواکونو سر بیره له افغان لوړ پوړو چارواکو سره هم وگوري.

مېرمن ميرکل په داسي وخت کي افغانستان ته سفر کوي چي اوس هلته ناټو ځواکونه په يو حساس پړاو کي دي.

تیره ورځ په کندهار کې د یوه امریکایي سرتیري له خوا ۱۶ تنه ملکي کسان چې ۹ تنه پکښي ماشومان، درې تنې ښځي او څلور تنه ځوانان شامل ول ووژل سول.

دغه امريکايي عسکر د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په سيمه کي د شپې پر يوه بجه د خلکو کورونو ته ور ننوتی او په خواږه خوب ويده ښځي ماشومان او ځوانان ئې قتل کړل.

دغه امريکايي عسکر اوس نيول سوی دئ او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په گډون په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي دي چي تر محاکمې وروسته به سخته سزا ورکړل سي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل