1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د دفاع وزیر بامیان ولایت ته سفر وکړ

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

د المان د دفاع وزیر افغانستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ له بامیان ولایت څخه هم لیدنه وکړه. د هغه په خبره بامیان د دغه هیواد بیلا بیل انځورونه وړاندې کوي او د نورو ولایتونو له پاره یوه ښه بیلگه کیدای شي.

https://p.dw.com/p/15f0g
انځور: DW

د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، د پنجشنبې په ورځ بامیان سفر وکړ او هلته ئې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «بامیان د افغانستان دوه مختلف انځورونه ښکاره کوي. له یوې خوا دغه ولایت د بشري تمدن ستر ټاټوبی دﺉ او له بلې خوا دا هغه ولایت دي چیرته چې طالبانو کلتور ته په سپکه سترګه وکتل.»

دیمیزیر زیاته کړه چې بامیانو ته ئې له سفر څخه هدف د بودا د مجسمو لیدنه او د دې ولایت له چارواکو سره خبرې اترې دي. د هغه په خبره بامیان د افغانستان د نورو ولایتونو له پاره یوه نمونه کیدای شي. «بامیان د افغانستان صعب العبورو ځایونو ته د رسیدو مرکز دﺉ او دا د افغانستان یوازینی ولایت دﺉ چې یوه ښځه ئې والي ده.»

د المان د دفاع وزیر بامیانو ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هیواد پر اوږد مهاله او دوامداره مرستو باندې تینگار وکړ. هغه وویل چې هیواد به ئې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره هر کال ۱۵۰ میلیونه یورو پوځي او ۴۵۰ میلیونه یورو پرمختیایي مرستې وکړي.

دیمیزیر وویل چې هغه به د خپل هیواد له چارواکو سره د بامیان د اوسپنې او سکرو د سترو کانونو د کیندلو په اړه خبرې وکړي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایله پورې به له افغانستان څخه د ناټو ټول بهرني جنگي ځواکونه ووځي. نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر دې نیټې وروسته هم د مرستو ژمنې کړي دي خو دغه مرستې ئې د ښه حکومتوالۍ د راوستلو او اداري فساد سره په مبارزې پورې تړلي دي. د المان د دفاع وزیر هم د بامیان ولایت پر چارواکو باندې له ادارې فساد سره د لا جدې مبارزه کولو غږ وکړ.

په دې خبري کنفرانس کې د بامیانو والي میرمن حبیبه سرابي، د بامیانو او بغلان ولایتونو په شمال شرقي سیمو کې د یو لړ تصفوي عملیاتو د پیلیدو غوښتنه وکړه. د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر وویل چې هڅه به وکړي چې د بامیانو او بغلان ولایتونو د ولایتي بیا رغونې د تیمونو له همغږي کولو سره د دې ولایت په شمال ختیځه سیمه کې امنیت ټینگ کړي. د دې سیمې د امنیت په اړه اندیښنې راپورته شوي دي.

کریم چاوید/ دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل