د المان د دفاع وزير کندهار ته سفر کړی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبهدا د المان د يوه دفاع وزير لومړی سفر دئ، چي په افغانستان کښي ئې د کندهار ولايت ته کوي. په برلين کښي د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي، چي ديميزير نن چهارشنبه(۲۰۱۲ د جولای ۲۵) سهار وختي کندهار ښار ته رسېدلی دئ.
کندهار ته د المان د دفاع د وزير د سفر موخه د معلوماتو تبادله کول ښوول سوي دي.
المانی لښکر د افغانستان په شمال کښي د ناټو ځواکونو مشري پرغاړي لري. خو ددغه هيواد په جنوب کښي بیا د لښکرو قومانده د يوه امريکايي جنرال پر غاړه ده.
المانۍ ورځپاڼه (بيلد) ليکي، چي ددفاع وزير به په کندهار کښي هغه مخابراتي دستگاوي هم وگوري چي د المان ددفاع وزرات له خوا نسب سوي دي.
ديميزير کندهار ته په رسېدو سره ويلي دي:«موږ د افغانستان په شمال کښي ډيره ښه دنده تر سره کوو. خو دا ددې معنی نه لري، چي افغانستان يوازي پر شمال ولاړ دئ. زه غواړم چي ددغه هيواد د جنوب له حالاتو څخه هم خبر سم.»
له هغه وخت راهيسي چي توماس ديميزير د المان ددفاع وزير ټاکل سوی دئ، دا ئې افغانستان ته ۸ سفر دئ. د هغه وروستی سفر د رواني مياشتي په سر کښي وو، چي په کندوز کښي ئې له الماني عسکرو سره وکتل.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم