د المان جمهوررئيس د افغانستان د مسئلې له امله استعفا وکړه
۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبهد هورست کولر د استعفا شاليد د ده هغه جنجالي خبره بلل سوې، چي په افغانستان کي يې د الماني عسکرو د ماموريت په اړه کړې وه.
د المان جمهوررئيس په يوه راډيويي مرکه کي ويلي ول، چي بهر، لکه افغانستان يا د سومالياسمندري سواحيلو ته د الماني عسکرو استول کيدای سي د المان د اقتصادي ديلچسپيو سره تړاو ولري.
خو وروسته ددغو خبرو څخه دا تعبير سوی و، چي گواکي افغانستان ته الماني عسکر ددې دپاره استول سوي، چي هلته د المان د اقتصادي ديلچسپيو څخه دفاع وکړي.
د المان جمهوررئيس نن په برلين کي د خپلي استعفا دليل دا بللی، چي دده د خبرو سم تعبير نه دی سوی او د افغانستان په هکله دده خبره داسي توجېه سوې، چي گواکي افغانستان ته د الماني عسکرو لېږل د المان په اقتصادي ديلچسپيو پوري اړه لري او دا خبره د المان د اساسي قانون پر خلاف يو تعبير بلل کيږي.
کولر وايي، چي د المان د جمهوري رياست چوکۍ د وياړه ډکه چوکۍ ده او بايد ددې چوکۍ درنښت و ساتل سي.
هورست کولر ويلي دي، چي ما د خپلي استعفا په هکله د المان د ايالتي جرگې مشر ينس بورين زن ته خبر ورکړی دی، چي د اساسي قانون د مخه دی به ددې چوکۍ سرپرستي وکړي.
د المان لومړۍ وزيري انگيلاميرکل د تيري جمعې په ورځ ويلي ول، چي دا نه غواړي د هورست کولر د وينا په اړه کوم دريز ونيسي او زياته کړې يې ول، چي کولر خپله وينا روښانه کړې او نور په دې اړه کومي تبصرې ته اړتيا نه ليد کيږي.
کولر د خپلي استعفا څخه هم لومړۍ وزير انگيلا مير او هم د وزارت مرستيال گيدو وستر ويلي ته خبر ورکړی.
AG/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل