1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقلیم ساتني په ۲۳ نړیوال کنفرانس کې کوم موضوعات مطرح دي؟

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

د اقلیم نړیوال سیاست له سرخوږیو سره مل وي. د آلمان په بن ښار کې ښایي ۲۳ نړیوال کنفرانس هم دغه ډول وي. د دې خبرې ښکاره نښانه دا ده چې د فيجي مجمع الجزایر هیواد د سږنې کنفرانس مشري پر غاړه لري.

https://p.dw.com/p/2n5W3
COP23 UN Klimakonferenz in Bonn Eröffnung
انځور: Reuters/W. Rattay

تر اوسه هیڅکله داسې نه ده پيښه شوې: په اصل کې هر کال د ملګرو ملتونو د اقلیم ساتني کنفرانس مشري کوربه هیواد پر غاړه لري. خو فيجي هیواد د سږنۍ غونډي د کوربه په توګه د ۲۵ زرو مرکچیانو، د چاپیریال ساتنې د پلویانو او خبریالانو د ښه راغلاست او اوسیدو له پاره امکانات نه درلودل. همداشان دغسې یو ځای چې د کنفرانس له پاره کافي ستر وي، په دغه هیواد کې چې له ټاپوګانو جوړ دی موجود نه وو. اوس دغه کنفرانس د نوامبر له شپږمې نیټې څخه تر اوولسمې نیټې پورې د آلمان په پخوانۍ پلازمینه بن کې تر سره کیږي. خو د کنفرانس مشري فیجي کوي، که دقیقا وویل شي پخوانی جنرال فرانک باینیمارا ما، چې پر۳۰۰ ټاپوگانو لرونکي دغه هیواد باندې حکومت کوي، د دغه کنفرانس مشري پر غاړه لري.

په فیجي کې د اقلیم د بدلون موضوع یوه عادي موضوع نه ده، بلکې یوه حیاتي مسله ده چې د دغو ټاپوګانو موجودیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

«فیجي به د دغه مجمع الجزایر ستونزې د توجه وړ وګرځوي»

د چاپیریال ساتنې فعالان تمه لري باینیمارا ما، به بیلابیلې لیوالتیاوې په کنفرانس کې مطرح کړي او د چاپیریال ساتني په برخه کې به جوړ جاړي ممکن کړي. «د نړې له پاره ډوډۍ» نومې سازمان څخه د اقلیم د چارو کارپوهه زبینه میننګر، فیجي هیواد ته څو وارې تللې ده. هغه وایي: «هغه به له دې کنفرانس څخه په ګټه اخیستلو سره، په آرام سمندرګي کې د فیجي زیانونه روښانه کړي. دغه ټاپوګان تر هر څه زیات د اقلیمي بدلونونو تر اغیز لاندي دي او همدا اوس د سمندر د اوبو د سطحې د لوړیدو له کبله له خطر سره مخامخ دي. دغه بدلونونه د دې سبب شوي دي چې په نړۍ کې په اول وار د دغو ټاپوګانو یو کلی په بشپړه توګه خالي کړی شي او اوسیدونکي یې یوه بل ځای ته کډه شي.»

د پاریس د تړون پراخوال: کوچنی ستونزمن کار

د چاپیریال ساتنې د سږني نړیوال کنفرانس یوه مهمه موضوع په ۲۰۱۵م کال کې د اقلیم ساتني په برخه کي د پاريس تړون بنسټیز کول دي. په دغه تړون کې ټولو هیوادونو دا ژمنه کړې ده چې په ملي کچه د خپلو هیوادونو د ځمکې کرې تودوخه تر دوو درجو کښته ساتلو له پاره اقدامات وکړي. پر دې سربیره د پاریس تړون له مخې چاپیریال ساتنې په برخه کې ملي طرحې باید د مقایسې وړ وي او د امکان په صورت کې په راتلونکي وخت کې هدفونه په یوه لوړه سطح کې وي.

د آلمان د چاپیریال ساتنې وزیره باربرا هیندریکس، لا هم پر خپل مقام پاته ده، ځکه چې په برلین کې د نوې حکومت د جوړیدو خبري اترې لا هم ادامه لري. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «زه انتظار لرم چې موږ داسې ګامونه واخلو چې دا خبره روښانه کړي چې موږ د پاریس د اقلیم تړون څه ډول سر ته رسوو. که څه هم دا په لومړي سر کې غیر اغیزمن تر غوږو کیږي، خو دا د یوه نوي نړیوال قانون په څیر دی، کوم چې د ۲۰۱۵م کال په دسمبر میاشت کې په پاریس کې تصویب شو.» د هغې په خبره کابو ټول هیوادونه د پاریس تړون ته ژمن دي. یوازې ترکیه، روسیه او ایران باید هغه تصدیق کړي. او بیا امریکا متحد ایالات د اصلي ستونزي په توګه پاتيږي.

د امریکا متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر باراک اوباما د پاریس د اقلیم تړون لاسلیک کړی وو، خو اوسني ولسمشر دونالد ترمپ هغه لغو اعلان کړ او غواړي متحده ایالات له دغه تړون څخه وباسي. خو دا کار ډیر ساده هم نه دی، متحد ایالات په لومړنیو درو نیمو کلونو کې له دغه تړون څخه وتلای شي او له دې کبله د بن په سږني کنفرانس کې د متحدو ایالاتو یو پلاوی هم ګډون کوي. د دغه پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی کوي.

باربرا هیندریکس هیله څرګندوي او وایي: «زه ډیره خوشاله یم، ځکه په حقیقت کې د (متحدو ایالاتو) د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن بشپړ متوازن دریځ لري. زه ډاډه یم چې په هر صورت به امریکایي پلاوی مذاکراتو کې خلل رامنځ ته نه کړي.»

خو د چاپیریال ساتنې د چارو کارپوهه زبینه میننګر په دې باور نه ده چې نور هیوادونه به د امریکا لاره تعقیب کړي او له تړون څخه به ووځي.

میرکل، مکرون او نور مشران

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر به د چاپیریال ساتنې وزیرانو او د حکومتونو مشرانو ته د کنفرانس په دوهمه اوونۍ کې ښه راغلاست ووایي. د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل به په برلین کې د نوي ائتلافي حکومت د جوړیدو په هکله پر سربداله مذکراتو سربیره هم بن ته راشي. همداشان د فرانسې ولسمشر مانویل مکرون به هم په بن کې وینا وکړي او ښایي له میرکل سره په ګډه په غونډه کې ګډون وکړي.

آلمان په کوم وضعیت کې دی

په وروستیو وختونو کې د ګلخانه يي ګازونو د افرازاتو کچه یو څه لوړه شوې ده او لا هم دغه هیواد د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي. لوړ هدف چې تر۲۰۲۰م کاله پورې د مضره ګازونو د افرازاتو کچه ۴۰ سلنه راټیټه کړي، ستونزمن بریښي. خو د باربرا هیندرکس له پاره آلمانان د اقلیم ساتنې په برخه کې مخکښ پاتيږي، ځکه چې په خبره یې په تیره لسیزه کې د نړۍ په کچه د بدیل وړ انرژۍ په برخه کې يې تلاښ کړی دی.

خو د چاپیریال ساتنې مدافعین په آلمان کې وضعیت ته په انتقادي ډول ګوري. ډیری شمیر یې په دې آند دي چې آلمان به د اقلیم د مخکښې نمونې په توګه په خپلو اهدافو کې پاتې راشي. له اکسفام سازمان څخه د اقلیم د چارو کارپوه ین کوالڅیګ، وایي چې تر ټولو زیات دا په دې پورې اړه لري چې په آلمان کې په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو صنعت بریاوې د بدیل وړ انرژۍ موافقیتونه سبوتاژوي او په وینا یې ښایي تر۲۰۲۰م کاله پورې د ټاکل شوو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاته راشي. خو دغه کارپوه زیاتوي چې نوی حکومت وغواړي دغه اهداف ښايي تر لاسه کړي خو یوازې په هغه صورت کې چې له ډبرو سکرو څخه د لاس اخیستو ژمنتیا موجوده وي.

خو آلمان ښایي په دې کنفرانس کې یو نوی نوښت وکړي، هغه دا چې  د ځمکې د کرې د سویلي برخې هیوادونو ۴۰۰ میلیونه انسانانو له پاره د اقلیمي بیمې د رامنځ کولو د یو پلان وړاندیز وکړي . دا هغه یوه طرحه ده چې آلمان د چاپیریال ساتنې په یو شمیر غونډه کې مطرحه کړې ده او ښایي د بن په کنفرانس کې یې بنسټیز کیدل وغواړي.