1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اقلیم بدلون راځي، خو مخنیوی یې لا ممکن دی»

۱۳۹۶ آبان ۱۳, شنبه

د مځکي تودیدل د اقلیم تر څنګ انسانانو ته هم يو لوی مشکل دی. د کارپوهانو په نظر اوس لا هم د هغه مخنیوی کیدلای سي، خو بايد د دولتونو تر څنګ پخپله انسانان هم عمل وکړي. نو ایا انسانان به د ډېر حرص څخه تیر سي؟

https://p.dw.com/p/2n10R
Erde Planet Mission NASA
انځور: NASA

نړی په مخ پرډیریدونکي ډول سره گرمیږي. به دې باندي په جنوبي اروپا ،امریکا او آسیا کي بزگران هم پوهیږي، چي د گرمو څپو له کبله یې محصولاتو ته تاوانونه رسیدلي دي. دا دروغتونونو پرسونل ته هم ښکاره سوې ده،چي د جوله وهلو  او گرمۍ د قربانیانو پالنه باید وکړی، د کومو چي تعداد ورځ په ورځ ډیریږي او هم د هغوکسانو له پاره چي په جنوبي اروپا او امريکا متحده ايالاتو کي یې د ځنگلونو اورونو کورونه ورسوځولي دي، د ډیره وخته څخه حقیقت گرزیدلی دی.

لکه څنگه چي دکاربیک او مکسیکو د خلیج باد او طوفانونو «هِریکن» ښکاره کړه،چي هوا اوس په یوه وژونکي قدرت باندي تبدیله سوې ده. د شرقي افریقا په ځینو برخو کي ددوامدارو وچکالیو له عواقبو څخه خیریه سازمانونو د پخوا څخه لا خبرداری ورکړی دی ،چي لږترلږه ۸۰۰ زره کوچنیان یې د لوږي او مرگ له خطر سره مخامخ کړي دي.

د اقلیمي کارپوهانوپه نظر ددغو ټولو وچکالیو او وژونکو عواقبو علت په ټوله دنیا کي د هوا ددرجې لوړیدل دي. د غذایي موادو کمبود کیدلای سي، په ډله ایزو مهاجرتونو باندي تمام سي او نوي شخړي رامنځته کړي. د سږعیسوي کال په اکتوبر میاشت کي د پوتسدام د اقلیمي تحقیقاتو انستیتيوت (PIK) خبرداری ورکړ، چي «که اقلیم خپل ثبات له لاسه ورکړي، کیدلای سي جامعه هم خپل ثبات له لاسه ورکړي.د مځکي گرمیدل به نه یوازي اقتصادي تاوانونه رامنځته کړي، بلکي زموږ روغتیا ته به هم تاون ورسوي، مهاجرتونه به ډیر کړي او د بې وزلو هیوادونو د پرمختگ چانسونه به خراب کړي.»تیوري به په یوه تریخ حقیقت بدله سي

اقلیمي کارپوه  وېلس بروکر په ۱۹۷۵ م کال کي لا د «کُرې د گرمیدلو» اصطلاح کار کړې ول. هغه وخت هغه د خپلو تحقیقاتو نتایج د «اقلیمي تغیراتو»تر عنوان لاندي خپاره کړل او ویلي یې ول، چي «ایا موږ د کُرې د سختی تودیدو په څنډه کي قرار لرو؟» داچي د هغه وسعت به څومره وي، هغه وخت لا واضح نه وه او فقط یوڅو ساینس پوهان ددغي موضوع سره مشغول ول. خو څلور لسیزي وروسته دانو نوره  معلومه ده ، چي د مځکي گرمیدل یوه واقعي ایکالوژیکي، صحي،اجتماعي ، سیاسی او اقتصادي ستونزه ده.

داقلیمي تغیراتو  پر تأثیراتو باندي اوس نه یوازي دساینس پوهان له خوا بحثونه کیږي، بلکي هغه اوس یوه سم  مسیر ته هم ورداخله سوې ده. معنی داچي ټوله جهان غواړي اوس د هغه پرضد مبارزه وکړي. په همدې دلیل د نومبر له ۶ څخه په بن کي د اقلیمي بين المللي کنفرانس پرمهال د تقریبأ ۲۰۰ هیوادونو دولتي او حکومتي استازي سره راټولیږي،ترڅو د پاریس د اقلیمي تړون په ارتباط د مشخصو تدابیرو دنیولو فیصله وکړي.

دوه کاله دمخه ددنیا تقریبأ ټوله حکومتونه په دې باندي مکلف سول ، چي دمضره ګازونو «گلخانه اي گازونو» انتشار او تولیدراکم کړي او پدې ډول سره د حرارت لوړیدل یوڅه کرار او وروکړي.

د دغه تړون تصویبیدل د یوې لويي کامیابۍ په حیث ولمانځل سوه او ددې یوه نخښه ده، چي بين المللي ټولني په دې برخه کي څومره پرمختگ کړی دی او څونه لاستي راوړني لري. خو تر اوسه پوري لا طبعأ ډیرکار په مخکي پروت دی. ځکه تراوسه پوري ټوله ورکړل سوي وعدې کفایت نه کوي،د کومو پواسطه چي ددې امکان برابر سي، چي د مځکي حرارت د سانتې گراد دوو درجو ته راکښته سي. خو لکه په بُن کي د ملگرو ملتو د اقلیمي تړون د غړو ۲۳ کنفرانس- COP23 په یوازي سر نسي کولای د حرارت درجه راکښته او دطبیعي آفاتو مخنیوی وکړي.

د نیویارک په پوهنتون کي د اقلیمي تحقیقاتو او فلسفې پروفیسر دال جېمسن ددې څخه خبرداری ورکوي، چي د نړی ټوله انتظار دي په بُن کي ددولتي او حکومتي مشرانو څخه وسي او فکر دي وکړي ، چی هغوی به هرڅه سم کړي. جېمسن اضافه کوي، چي په بُن کي کنفرانس داسي یو ځای ندی ،چي هرڅه دي پرحرکت باندي راولي.» تغیرات یوازي د دیموکراتیکووسایلو پواسطه پرمشرانو باندي  د فشار راوستلو د لاري منځته راتلای سي. په عین حال کي موږ گرده باید په دې کي فکر ووهو، چي په څه ډول یوه نړی کي موږ ژوند کول غواړو.

سیمه ایز حکومتونه باید مخکښه رول ولري

تر هغه وروسته چي جمهوررييس دونالد ترمپ د اقلیمي تړون څخه د امريکا دمتحده ايالاتو د کښته کیدو اعلان وکړ، نو د امريکاد متحده ايالاتو  ځینو ایالتونو او ښارونو هغه ته ورودانگل. هغوی وعده ورکړه، چي د امريکا له پاره د کاربن ډاي اکسايډ دتوليد تعین سوي حدته به ځان رسوي.

هغوی یوازي هم ندي: په ټوله دنیا کي محلي او سیمه ایزو حکومتونو د مضره ګازونو دانتشار خپل مشخص اهداف تعین کړل. د هغوی څخه اکثره یې غواړی د سکرو او تیلو د استعمال څخه ځانونه خلاص کړي. اکثرأ محلي او منطقوي اهداف د حکومتونو تراهدافو پرمخ تللي او ښه وي.

همدا لږ وخت دمخه ځینو ښارو لکه لندن،لاس انجلس، پاریس، مکسیکو ښار ، کوپنهاگن،بارسلونا، وانکوویر او کېپ ټون فیصله وکړه، چي د تیلو موټرونه کاملأ یا تر یوه حده پوري منع کړي. نور ښارونه او سیمي هم کیدلای دغه ډول مؤثر گامونه پورته او اقلیمي هدفو ته ځانونه ورسوي.

د اسټرلیا د Crawford School of Public Policy د پوهنتون څخه د اقلیمي اقتصادپوه روبرت کوستانڅا دپاره هم د اقلیمي تغیراتو پرضد مبارزه په سیمه ایز ډول ښه تر سره کیدلای سي، ځکه چي محلي او منطقه اي ابتکارونه ډیر مفید وي.

راتلونکې په خپل لاس وکي ونیول سي

کوستانڅا همدارنگه وايي، که د یوه طرفه څخه ځینی انسانانو د ژوندانه نوي سخت تغیرات او نوئ طرز تجربه کړی دی، بیا دا د نورو خلگو دپاره سخته ده، چي د اقلیم سره په ارتباط دخپلو پخوانیو عادتونو څخه تیر سي. د یوه خوندور همبرگر او یا د لنډي فاصلې دپاره هم مکتب ته د کوچني بیول هغه شیان دي،چي د اقلیم د چټلولو او ککړولو سبب کیږی. دده په خبره که موږ داقلیم ساتنه غواړو او سخت تغیرات رراوستل غواړو، نو بیا باید د ډیرو شیان، لکه تل د رنگارنگ نوو خوروکونو د پلاس راوړلو خصوصأ تجملي شیانو او یوې ښې پرمخ تللي ټولني د جوړیدو څخه تیر سو، د کومي چي په خدمت کي یې باید زموږ دکُرې ټوله ذخایر په اختیار کي ولویږي.

خو دئ یو ښه خبرهم لري او وايي، چي هغه څه چي موږ باید د لاسه ورکړو،یعنی دلایتنهاهي ثروت جمع کیدل او برقي دستگاوي او سامان آلات ، کومه چي هوا یې ککړه او خرابه کړې ده، واقعأ موږ هم نه خوشبخته کوي. ددې په عوض چی په زړه کي مو بیره ځای ونیسي، موږ باید داسي یوه روښانه اینده او جامعه جوړه کړو، په کومه کي چي موږ غواړو ژوند وکړو او د هغه له پاره کار هم وکړو. که موږ پردې باندي ټینگ پاته سو، چي د یوې مرفع او هوسا جامعې معیار بیاهم د ملي ناخالصو عایداتو لوړیدل دي؟او یا داچي د بې پایانه او لایتناهي شیانو د پلاس راوړلو او حرص څخه تیر سو او وگورو چي پخوانيو انسانانو او یا په جنوبي امریکاکي اوس هم ځیني بومي اوسیدونکو خپل ژوند څنگه پرمخ وړئ او د طبیعي ذخایرو څخه څه ډول استفاده کوي، بیا نو سړی کولای سي ،چي هم خپل ځانونه ،هم اینده نسلونه وژغوري او هم دسختو طبیعي آفاتو څخه خلاص سي.

د یوې پریکړي جرأت ولرو

خو ایا د اقلیم ساتني فعالین کولای سي خپلي راتلونکي دیدگاه ته هم عملي جنبه ورواغوندي؟ دا پدې پوري مربوطه ده، چي اقلیم او محیط څه ډول حالت غوره کوي.

د ټورنټو د یارک د پوهنتون د اقليم ساتني د تحقیقاتو د مرکز پروفیسر پیتر تیمرمن په نظر ،« په راتلونکو ۴۰ کلونوکي به طبیعت خپل مخ ته تغیر ورکړي، او کیدلای سي زموږ سیاسي او کلتوري سیسټم یا هغه ته ښه جواب ورکړي او یا هم برعکس خراب او هرڅه د لاسه ولاړ سي.»

د اقليم ساتني څیړونکي دې ته اشاره کوي ، چي تر اوسه لا ډیري خبري غیر اطمیناني او نامعلومي دي. دوی دداسي یوه حالت او سناریو پیشبیني هم کوي، په کومه کي چي به په دنیا کي پرله پسې افتونه او جنگونه رامنځته او د بحر سطح به بې حده ډیره لوړه سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):

Dominica Hurrikan Maria
په جزيره يي هيواد دومينيکا کي په سپتمبر کي د هاريکن ماريا تباهۍانځور: Getty Images/AFP/Str