1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان امنیتي پلاوی د څه له پاره اسلام آباد ته تللی؟

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د ولسشمرۍ ماڼۍ هغه یو خبر تصدیق کړ چې د دغه هیواد د ملي امینت رئیس او د کورنیو چارو وزیر اسلام آباد ته تللي څو د کابل د ورستیو تروریستي بریدونو په هکله له پاکستاني چارواکو سره ځینيٍ «معتبر اسناد» شریک کړي.

https://p.dw.com/p/2roMM
Symbolbild - Fahne Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان د استخباراتې ادارې یا ملی امنیت رئیس معصوم ستانکزی، او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پاکستان ته د یو ناڅاپی سفر په ترڅ کې اسلام آباد ته رسیدلي دي. دغه سفر یوازي څو ورځي وروسته له هغې تر سره کیږي چې د افغاسنتان پلازمینه کابل د څو پرله پسې خونړیو تروریستی بریدونو شاهده وه.

په دغو بریدونو کې چې مسوولیت یې داعش او طالبانو پر غاړه اخیستی دی څه د پاسه ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلهاو نور ټپیان شول. افغانستان وايي چې په ډيری دغو حملو کې د حقاني شبکه ښکیل ده چې د افغان امینتی چارواکو د ویناوو له مخې د پاکستان له استخباراتي  کړیو سره اړیکې لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې ویاند شاحسین مرتضوي، دویچه ویله ته په یو تیلفوني مرکه کې وویل چې د افغانستان د امنیتي ارگانونو دغه لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته تللی دی څو هغه شواهد او اسناد پاکستاني چارواکو ته ورکړي چې ویل کیږي د کابل د وروستیو ترویستي بریدونو سره تړاو لري: «د دې سفر هدف پاکستاني چارواکو ته د هغو معتبرو اسنادو ورکول دي چې د افغانستان امنیتي بنسټونو ترلاسه کړي.»

Screenshot Facebook Dr. Zakhilwal
د زاخلیوال د فیسبوک پر رسمي پاڼه یو انځور خپور شوی چې پکښې هغه له معصوم ستانکزي او ویس برمک سره ناست دیانځور: Facebook/Zakhilwal

افغانستان وايي چې ځینی دغه تروریستی بریدونه د هغو عواملو له خوا تر سره کیږي چې د پاکستان له پیاوړې استخباراتي  ادارې، آی اس آی سره تړاو لري. که څه هم مرتضوي په خپلو خبرو کې د پاکستان د نوموړې ادارې نوم وا نه خیست، خو ویې ویل  چې د تروریزم ضد مبارزه کې افغانستان تل له پاکستان څخه د رښتینې همکارې چې د پاکستان په «توان او ظرفیت» کې ده، غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «له پاکستان څخه تل هغه څه غوښتل شوي چې هغه یې د کولو توان لري. د بیلگې  په توگه: د کوټې د شورا او د حقانی شبکی دفترونه په پاکستان کې فعال دي. تر ټولو مهم دا چې د دغو تروریستي ډلو ټپیان د پاکستان په روغتونو کې درمل کیږي. سر بیره پر دی، د پاکستان ځیني ملایان، مثلا سمیع الحق په افغانستان کې ځانمرگي بریدونه جهاد گڼي. دا هغه څه دي چې د پاکستان په کنترول کې دي او باید د هغو پرضد په عمل لاس پوری کړی.»

پاکستان دا ردوي چې له هغو یاغیانو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگیږي. د افغانستان د امینتی ارگانونو دغه پلاوی وروسته له هغې اسلام آباد ته سفر کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې  تیر میلادی کال یې ۲۷ یاغیان افغانستان ته وسپارل چې په هغو کې د حقاني د شبکې ځیني غړي هم شامل ول.

د دغه سفر په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمود فیصل، په خپل تویتر کې یوازې دومره لیکلي دي چې افغانستان د دغې لیدنې کتنې غوښتنه کړې ده څو «د افغانستان د ولسمشر یو پیغام وړاندی کړي او د دواړو هیوادونو پر همکاریو د بحث له پاره غوښتنه شوې ده.»