د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو ستراتيژي د پلان سره سم پلي کيږي
۱۳۸۹ خرداد ۲۷, پنجشنبهد جمهور رييس بارک اوباما لوړپوړو پوځي پلان جوړونکو له افغانستان څخه د د وتلو لپاره له خپلي ستراتيزي څخه دفاع وکړه او وويل د نيمګړتياو سره سره امريکايي ځواکونه به په راتلونکي ميلادي کال کي په خپلو وتلو پيل وکړي.
د سناتورانو پوښتنو ته د ځوابونو په وړاندي د افغانستان او عراق لپاره د متحده ايالاتو د ځواکونو مسوول قوماندان جنرال ديويد پيترايس افغان ځواکونو ته د امينتي دندو د سپارلو لپاره د اوباما له ټاکل شوي هدف څخه دفاع وکړه. په پام کي دي چي له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو ستراتيزي د راتلونکي ميلادي کال په جولاي کي پيل کوي.
جنرال پيترايس د کانګرس د سنا د مجلس د وسلوالو خدماتو کميتي ته وويل:« خو دا مهمه ده چي د 2011 کال جولای په دي نظر وکتل شي چي هغه څه ډول يو تاريخ دي: دا هغه نيټه ده چي د شرايطو پر بنسټ پروسه پيل کيږي، دا هغه تاريخ نه دي چي متحده ايالات وتلو ته مخه کوي.»
جنرال پيترايس بيا په خپلي وينا کي زياتوي:« د جمهور رئيس له تصميمونو سره زما موافقه د 2011 کال په جولاي کي د شرايطو په پام کي نيولو په اساس ده. دا هم اړينه چي سړي ووايي: مونږ اعظمي هڅه کوي چي له بشري لحاظه دغه شرايط چمتو کړو.»
نوموړي 57 عمر لرونکي جنرال چي د سه شنبي په ورځ د سنا کميتي په وړاندي د وينا په وخت کي د ضعفيت او پر ځمکه د لويدو له امله د پوښتنو او ګرويځنوو غونډه وځنډول شوه، پرون په داسي حال کي چي له روغتيايي لحاظه ټکړه ښکاره کيده وويل :«کله چي نوموړي نيټه رانژدي کيږي، مونږ به په ډيري ځيرتيا او «پوره دقت سره وضعيت تر ارزوني لاندي ونيسو.»
همدا راز د پاليسو لپاره د متحده ايالاتو د دفاع وزير مرستيال، مييچل فلورناي له جنرال پيترايس سره په ګډه د کانګرس د استازو د مجلس سناتورانو ته په يوي بلي غوندي کي ټينګار وکړ چي په افغانستان کي د ياغيانو پر ضد عمليات په هسکه او ژور ه توګه مخ پر وړاندي روان دي، چي کله له پرمختګ او کله هم له شاتګ سره جوخت دي.
په عين وخت کي د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس او د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز، مايکل مولن د سنا يوي بلي کميتي ته وويل چي د افغانستان عمليات په مرګ ژوبلو کي د وروستيو زياتوالي او ناخوالو رپوتونو سره سره مخ په وړاني ګام اخلي.
ګيتس سناتورانو ته په خپلي وينا کي وويل:« زه بياد تاسو ته وويام چي زه يو ډول د نا آرامي احساس کوم، ځکه مخکي له دي هم چي د تساو په مقابل کي دلته ناست وم، 2007 په جون کي د عراق په هکله مو هم دغسي پوښتني مطرح کړي. دا هغه وخت چي مونږ يواځي خپل ځواکونه نوي زيات کړي ؤ.»
خو امريکايي سناتورانو وويل چي هغوئ د افغانستان د روان وضعيت په هکله وارخطا دي او انديښنه لري او د دوئ ډيرو پوښتونو ته قانع کونکي ځواب نه دي ورکړ شوي چي رښتيا هم د متحده ايالاتو د افغانستان ستراتيژي له پلان سره مطابق عملي کيږي که نه.
سناتور کارل ليون د ديموکرات له ګوند څخه چي د نوموړي کميتي مشري هم په غاړه لري وويل چي هغه لږ تر لږ خوښ دي چي جنرال پيترايس له دي ستراتيزي خخه ملاتړ کوي چي د 2011 کال په جولاي امريکايي عسکر په افغانستان کي په کميدو پيل کوي.
د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه جان ميک کين چي د اوباما په مقالب کي ځان د جمهوري رياست لپاره کانديد کړي ؤ د جنرال پيترايس له دي يادوني څخه هرکلي وکړ چي وويل، البته دا به شرايې وټاکي چي په دقيقه توګه خه وخت د متحده ايالاتو پوځونه له افغانستان په وتلو پيل وکړي.
فرانس پرس/عبدالباري حکيم
کتونکي: ضياء الحق فضلي