1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په سوله کې امریکا کوم نقش لوبولی شي؟

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګپوړي قوماندان ویلي دي چې امریکا په دې کې نقش لري چې د طالبانو غړو ته داسې شرایط برابر کړای شي چې وسلي کښیږدي او بیرته خپلې ټولنې ته ور وګرځي.

https://p.dw.com/p/2uqma
John W. Nicholson USA NATO Afghanistan Nominierung Oberkommandeur
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

جنرال نکلسن، دې ته اشاره وکړه چې د پردې تر شا د ادغام خبرې لا تر مخه ادامه لري او په خبره یې افغان چارواکي پر یوه داسې پلان باندي کار کوي چې دا جوته کړي چې امریکا متحد ایالات څرنګه د سولې له دغو هڅو ملاتړ وکړي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ځینو اقداماتو کې د مرستو برابرول او د یوه سیستم رامنځ ته کول هم شامل دي چې ځینې خاص ګروپونه د امریکا د شکمنو ترهګرو له لیسته لیرې کړي. دا به په دې کې مرسته وکړي چې هغوی دې ته وهڅوي چې خپلو ټولنو ته بیرته ور وګرځي، پرته له دې چې په ترهگرۍ ضد بريدونو کي د امريکا متحدو ايالاتو هدف وګرځي.

نیکلسن د کندهار هوایي ډګر ځغاستې لیکي ته څیرمه په یوه کوچني تعمیر کې د خبرو پر مهال وویل: «موږ باید کار وکړو. یو څه کولو ته اړتیا ده، څو دا ممکنه شي. دې ته اړتیا ده چې هغوی [طالبان] پوه شي چې په مصونه توګه راګرځیدای شي او خوندي ژوند کولی شي.»

تر دروازې د باندې د کندهار والي انتظار کاوه، څو له نیکلسن سره خبري وکړي. نیکلسن د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې ته د خبرو پر مهال وویل چې ځینې پرګنې له دې سره لیوالتیا لري چې بیرته کندهار ته راشي. د هغه په خبره «دا هغه څه دي چې موږ یې په هکله خبرې کوو.» د هغه په خبره «څرنګه کولای شو دا کار عملي شي.»

له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لرلید له اوږدې مودې راهیسې یو هدف دی، خو دغه هدف له ستونزو سره مخامخ دی او ښایي کلونه وخت ونیسي.

امریکايي پوځي مشران په دې آند دي چې تر ۱۶ کلونو جګړې وروسته، ښایي د طالبانو غړي ستومانه شوي وي او ډلې ټپلې یو له بل بیلي شي او د خبرو اترو میز ته کښيني.

خو د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جنورۍ میاشتې پر ۲۹مه نیټه ویلي ول چې هغه د سولې د خبرو اترو له پاره تر هغه وخته کوم اساس نه ویني، چې طالبان هر لوري ته خلک وژني.

خو په عین وخت کې طالبان پر دې باندې ټینګا کوي چې د کړکیچ ختمولو له پاره مذاکرات باید له واشنګټن سره وشي، نه له کابل سره. خو امريکا بیا له دغې ډلې غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې اتري وکړي.

خو نیکلسن ویلي دي چې د طالبانو غړي «اوس مذاکراتو ته چمتو دي» بې له دې چې له لوی ډلې سره د سولې یو تړون رامنځ ته کیږي او که نه. نیکلسن ویلي دي چې «موږ غواړو چې د هغوی د ځایولو وړتیا ولرو.»

نیکلسن او نور قوماندانان وایي چې پوځي، سیاسي او اجتماعي فشار ته اړتیا ده، څو هغوی بیرته راګرځیدو ته وهڅوي. د نیکلسن په خبره دا به یو مهم کار وي، که چیرې افغانان سږکال خوندي او بریالۍ ټاکني ولري. دغه ټاکني به افغان حکومت ته مشروعیت ور وبخښي.

که څه هم په افغانستان کې سږکال پارلماني ټانکې د جولای میاشتې له پاره پلان شوې دي، خو لا تر اوسه د افغانستان ټاکنو کمیسیون په رسمي ډول دغه نیټه لا نه ده اعلان کړې.