1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په زړه پوري جغرافیې بهرنيان ځان ته جذب کړي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

په یوه لمریزه ورځ د افغانستان په شمال کې ماشومان او پولیس د هغو اروپایانو نندارې ته راټول شوي دي چې په اوبو کې وړوکي کښتۍ چلوي. یوه ډرون کمره هم دغه کښتۍ چلوونکي تعقیبوي او په اوبو کې د هغوی د حرکت ویدیو ثبتوي.

https://p.dw.com/p/1JaCH
Afghanistan ausländische Touristen mit Kayak auf dem Panjshir Fluss
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

ماشومان په اصل کې د ښوونځي پر لور روان ول، خو کله چې یې دغه بهرنیان ولیدل نو د سیند پر غاړه له هغوی سره سم په حرکت کي شول. دا ننداره ځکه د هغوی له پاره په زړه پوري وه، چې تر دې مخکې هیڅکله هم د دغه شان کښتيو چلووني چې په انګلیسي ژبه ورته «کایک» وایي، پنجشیر ولایت ته نه وو راغلي.

خو کالوم سترانګ، چې دغه ډول کښتۍ چلوي او په وروستیو وختونو کې د ایدنبرګ پوهنتونو د جیولوژي له رشتې څخه فارغ شوی دی، د پنجشیر سیند، د کایک چلوونکې له پاره په نړۍ کې یو له ډیرو ښو سیمو څخه ده.

کالوم سترانګ او درې ملګري یې خپل ټول اضافي وخت او پیسې په نړۍ کې د دغه سپورټ د ترسره کولو له پاره د ښو تيزو اوبو په لټه کې تیروي. هغه ته پنجشیر په نقشه کې ډیر په زړه پورې ښکاره شو، او دا چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، دې سیمې ته د هغه د سفر پر وړاندي خنډ جوړ نه شو.

هغه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د پنجشیر په سیند کې تر درې ساعته کښتې چلوونې وروسته وویل: «دا د دې ځای افراطي جغرافیه ده چې افراطي ورزش کاران ځان ته جلبوي، نه دا حقیقت چې په دې ځای کې له کلونو راهیسې جګړه روانه ده.»

د هغه درې ملګري بریت، سکات، کریستوف نومیږي چې یو بل یې د سپورت له لاري پیژندلي دي. دغه څلور واړه کسان ځوانان دي او تر اوسه پورې يې لا د ژوند ۳۰ کاله تیر شوي نه دي.

هغوی افغانستان ته د خپل سفر مصرف پخپله ورکړ. لومړی یې کابل ته له خپلو وړوکو کښتیو سره پرواز وکړ، بیا یې د یوه سیمه ییز اوسیدونکي په مرسته، پجشنیر ته د خپلو وسایلو لیږد او امنیتي چارې سمبال کړې.

کالوم سترانګ وایي: «مخکې له دې چې زه دلته راشم، په اندیښنه کې وم، ځکه سړی په رسنیو کې یوازي د افغانستان ناوړه خبرونه اوري. خو زه فکر کوم چې د نړۍ په ډیرو برخو کې ډیر ښه خلک شته. پر دې سربیره د دې ځای اوبه ډیري په زړه پورې ښکاریدې نو له دې کبله موږ غوښتل چې دلته راشو.»

د هغه ملګری بریت، هم ډیر حیجاني دی او د پنجشیر اوبه د شمالي اروپا، هندوستان او پاکستان له اوبو سره پرتله کوي. هغه وایي: «دا اوبه تر بل هر ځای ډیرې ښې دي.» د هغه په خبره د کایک سپورت یوه په زړه پورې خبره دا ده چې سړۍ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په زړه پورې سیمو ته سفر کوي: «دا سپورټ سړي ته هدف ورکوي، تاسو کولای شي د اونیو له پاره په یوه ښایسته ځای کې واوسیږئ. تاسو کولای شئ مزل ووهئ او هر هغه ځای ته چې ورسیدئ، پاته شئ او له ځایي اوسیدونکو سره وخت تیر کړئ.»

پنجشیر د افغانستان یو له امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي. هر هغه څوک چې دې ولایت ته ننوځي نو باید د خپل سفر هدف ووایي. ډیری افغانان دې ځای ته له امنیت او ډیر ښایسته طبیعت څخه د خوند اخیستلو په موخه راځي. خو د پنجشیر خواړه او لبنیات هم ډیر شهرت لري. څوک چې دې درې ته راځي نو هرو مرو د دې ځای مستې، شات او کباب آزمويي.

ښايي د کایک سپورټ ډیر ژر په پنجشیر کې مشهوره شي. دغو څلور ځوانانو تر یوې اوونۍ ورزش وروسته، اوس د هغو سیمه ییزو اوسیدونکو له پاره یو ورکشاپ دایر کړی دی چې د هغوی له لیدو سره یې له دې ورزش سره لیوالتیا پیدا کړې ده. د دې ورزش د زده کړې له پاره د پنجشیر د فوټبال پوره تیم راغلی دی.

سترانګ وایي: «هغوی ډیر ژر هر څه زده کوي. ډیری هغه کسان چې موږ لیدلي قوي او صحتمند دي. هغوی په دې سیند کې له لامبو سره هم بلدتیا لري. دا سیند ډیر قوي دی.»

د کایک سپورټ له پاره جسمي قوت او له اوبو سره بلدتیا ډیره مهمه ده. دا هغه دوه خصوصیتونه ده چې د پنجشیر ځوانان یې لري.

که څه هم ښایي کلونه وخت ونیسي چې په افغانستان کې کایک مسلکي ډلې ولري، خو سترانګ او ملګري یې هیله لري چې افغانستان ته د دوی سفر به په دې هیواد کې د کایک سپورټ بنسټ کښیږدي.

هغه وایي: «موږ په دې سیند کې کښتۍ چلولې، او کولای شو چې نورو ته ووایو چې د دې ځای اوبه، سیاسي وضعیت او امنیت ښه دی.» هغه زیاتوي: «که دا پیغام خلکو ته ورسیږي نو د کایک سپورټ به دلته وده وکړي او تاسو به د لا ډیرو بهرنیانو د سفر شاید واوسئ چې دلته به د دې سپورت له پاره راځي.»

د پنجشیر د فوټبال لوبډلې غړی محمد ظاهر، چې د دې سپورت د زده کولو له پاره راغلی دی وایي چې هغه هیله لري د دې سپورت تر یادولو وروسته نورو سیمو ته سفر وکړي او هلته دغه سپورټ ترسره کړي.