1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د ناټو په غونډه کي پر څه بحث کيږي؟

نجيب الله زيارمل/ بروکسل۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

د ناټو د عملیاتو مشر پاتريک تورنر وايي چي د دغه سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي به د افغانستان په اړه پر درو موضوعاتو باندي بحث وسي.

https://p.dw.com/p/1HFBF
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

تورنر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر لومړۍ) په بروکسل کي خبريالانو ته وويل چي لومړۍ موضوع به په افغانستان کي په ۲۰۱۶م کال کي د ناټو د بشپړ ملاتړ ماموريت دوام وي.

دوهمه موضوع به تر ۲۰۱۷م کال وروسته د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ وي، چي څرنګه کيدای سي هغه تر ۲۰۲۰م کاله پوري وغځوي.

خو د تورنر د معلوماتو له مخي د افغان امنيتي ځواک د مالي ملاتړ پروسه به اسانه نه وي او موږ به کوښښ وکړو چي نه يوازي امريکا متحد ايالات او ناټو دغه بار ته اوږه ورکړي، بلکي نور هيوادونه به هم پکښې راګډ کړو.

په دې منځ کي به پر دې باندي هم خبري وسي چي په افغانستان کي به ۱۲۰۰۰ عسکر د پخوا په شان پاته سي او ماموريت به ئې په ټول افغانستان کي وي.

دريمه موضوع په افغانستان کي د ناټو تر ماموريت وروسته د دايمي ملګرتيا دوام دی چي د بهرنيو چارو د وزيرانو په ننۍ غونډه کي به بحث پرې وسي او په اړه به ئې سلا مشورې وسي.

په افغانستان کي د ناټو د بشپړ ملاتړ تر ماموريت وروسته د دايمي ملګرتيا پريکړه به د راتلونکي کال په جولای مياشت کي په وارسا کي د ناټو په عمومي غونډه کي وسي.

په دغه خبري کنفرانس کي دغه زار د افغانستان د اوسني امنيتي حالات په اړه هم د ناټو د عملیاتو چارو له مسئوله پوښتني وسوې. تور نر وويل چي په افغانستان کي امنيتي ستونزي سته خو ډيري جدي نه دي.

هغه په افغانستان کي د افراطي ډلي داعش حضور ته اشاره وکړه او وويل: «د داعش ستونزه په افغانستان کي سته خو ډېره جدي نه ده.»

د هغه په خبره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جان کمپل د معلوماتو له مخي داعش په افغانستان کي دومره پياوړې نه ده چي جدي سرخوږی جوړ کړي.