1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پسته په ناقانونه توگه ټولیږي

فرانس پرس۱۳۹۵ تیر ۳۰, چهارشنبه

افغانستان په نړۍ کې د لوړ کیفیت د پستې لرلو افتخار لري، خو مخکې له دې چې دغه فصل پوخ شي د طالبانو، زورواکانو او د ځایي خلکو له لوري چور کیږي، چې د افغانستان صادراتو ته ستره ضربه رسوي.

https://p.dw.com/p/1JSWz
انځور: Shabestan.ir

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې پسته د جولای میاشتې په وروستیو کې د ټولولو له پاره چمتو کیږي، خو خلک د روانې میلادي میاشتې په سر کې د پستې پر ځنگلونو هجوم وروړي او د افغانستان د کرنې وزارت په وینا د پستې د فصل ۴۰ سلنه چې پوخ شوی نه وي، راټولویږي.

د شمالي ولایت سمنگان د کرنې ریاست مشر رفیع الله روشن زاده وايي چې د پستې پر ځنگلونو باندې د خلکو هجوم د جولای میاشتې له اوومې نېټې راهیسې چې د کوچني اختر دوهمه ورځ ده پېل شوی دی. هغه زیاتوي: «د دغه ولایت له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ کسانو پورې د حضرت سلطان او کوه گوگرد ولسوالیو د پستې پر ځنگلونو هجوم وروړی.»
د نوموړي په خبره که څه هم امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته ورغلي او ډیر شمیر کسان یې نیولي دي خو د هغه په خبره ځنگلونه ته زیان اوښتی دی.

رفیع الله روشن زاده، په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په دغه ولایت کې د پستې حاصلات د تیر کال په پرتله ښایي نیمایي ته راکښته شي: «ستونزه دا ده چې پسته تر پخیدو دمخه راټولول کیږي...د هغې حاصلات راکم شوي دي.»
رپوټ زیاتوي چې د پستې د ځنگلونو په اړه دې ته ورته پيښې د افغانستان په نورو سیمو لکه له بدخشان څخه نیولی تر کندز او همداشان په هرات کې هم تکرار شوي دي.

د بادغیس ولایت د کرنې ریئس حفیظ الله بېنش وایي: «حکومتي ځواکونه په بادغیس ولایت کې د پستې پر ځنگلونو واک نه لري، ځکه هغه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې پراته دي.»

د هغه په خبره طالبانو او ځایي زورواکانو له شا او خوا ۲۷۰۰۰ هکتاره ځمکې څخه د پستې حاصلات مخکې له پخیدو څخه راټول کړي دي. بینش زیاتوي: «زه ویلی شم چې دغه پسته به و نه پلورل شي، ځکه چې اومې دي، لا پخې شوي نه دي.» هغه اټکل کوي که چیرې د دغې پستې تر پخیدو پور انتظار شوی وای نو ښایي ۳۵ میلیونه افغانۍ عاید به یې درلودی.

همداشان د بادغیس ولایت د والي د دفتر ریئس شرف الدین مجیدي، وایي چې «دغه پسته د طالبانو او ځايي وسله والو کسانو له لوري ټوله شوې ده.»

د افغانستان د کرنې په وزارت کې د ځنگلونو د څارنې د څانگې مشر محمد امان امانیار، وایي چې د دغه کار د مخنیوي له پاره په تیرو څو کلونو کې حکومت په ۱۱ ولایتونو کې ځنگلونو ته لاس رسی منع کړی دی. هغه زیاتوي چې د دغه بندیز نه مراعاتول جرم دی خو هغه زیاتوي چې داسې بریښي چې دغه اقدامات د یاغیانو، زورواکو او بې وزله خلکو د مخنیوي له پاره بسنه نه کوي.

د سمنگان ولایت ۳۲ کلن بزگر وایي: «له ځنگلونو څخه د پستې راټولول د خلکو له پاره یو طلایي فرصت دی چې د ځان له پاره یو څه پیسې راټولې کړي.» هغه یادونه وکړه «که چیرې حکومتي ځواکونه او نفوذ لرونکي کسان، د خلکو مخه و نه نیسي، نو هغوی کولای شي چې هره ورځ د پستې له ځنگلونه څخه له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو په لاس راوړي.»
خو امانیار ډاډمن نه دی چې دغه پستې دې د خلکو له پاره زیاته اقتصادي گټه ولري. د هغه په خبره خلک په خپل لاس د خپلو محصولاتو بیه راټیټوي.

هغه د بیلگې په توگه وایي په بادغیس ولایت کې یو سیر اومه پسته چې په غیر قانوني توگه راټوله شوي وي په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کیږي، په داسې حال کې که چیرې هغه پخه شوې وای، نو بیه به یې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو وای.
د هغه په خبره پسته ځکه چور کیږي چې ونې یې ساتلو ته اړتیا نه لري او په طبیعي توگه په ځنگلونه کې راشنې کیږي. مثلا د بادامو په مورد کې بیا قضیه بل ډول ده ځکه چې د بادام بوټی د خپل خاوند له لوري ساتل کیږي.

د امانیار په وینا څلور لسیزې وړاندې، یعنې مخکې له دې چې په افغانستان کې جگړې پیل شي ۴۵۰ زره هکتاره ځکمه د پستې پر ځنگلونو پوښل شوې وه. خو اوسمهال «د دغو بوټو له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې د سون د لرگي په توگه ترې استعمال شوي او یا هم د وچکالۍ او اقلیمي تغیراتو له کبله له منځه تللي دي.»

فرانس پرس په خپل تفصیلي رپوټ کې د امانیار له قوله وړاندې لیکلي دي چې په تیرو څو کلونو کې د هیواد د سمسورتیا د هڅو په ترڅ کې د پستې ۹۷۰۰ هکتاره ځنگلونه بیا رغاول شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې د لوړ کیفیت پستې لرلو افتخار لري
افغانستان په نړۍ کې د لوړ کیفیت پستې لرلو افتخار لريانځور: Fotolia/Dionisvera