1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له پاره برخلیک ټاکونکی کال

حسین سیرت/ کابل۱۳۹۳ بهمن ۳۰, پنجشنبه

کابو هر کال د ژمي له ختمیدو او د سپرلي له پیلیدو سره په افغانستان کې جگړې هم زور اخلي. سږ کال افغان امنیتي ځواکونه د لومړي ځل له پاره په مستقل ډول د خپل هیواد څخه دفاع کوي او د جگړې په میدان کې د ناټو ملاتړ نه لري.

https://p.dw.com/p/1Eea6
انځور: REUTERS

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي دي چې په وروستیو اوونیو کې یې خپل ۷۰ سلنه وخت امنیتي مسایلو ته ځانگړې کړی دی. د هغه په وینا د افغانستان لومړیتوبونه دا ایجابوي چې خپل ۷۰ سلنه وخت اقتصادي مسایلو ته ځانگړی کړي خو په وینا یې شرایط دا ډول دي چې هغه دې ته مجبوره شوی دی د امنیت موضوع ته تمرکز وکړي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې د افغانستان پر وړاندې سخت کال پروت دی. د راتلونکي کال په سپرلي کې افغان ځواکونه دې ته اړ دي چې له طالبانو سره یوازې وجنگیږي او د دغې وسله والې ډلې بریدونه پر شا کړي. د دغو کارپوهانو په آند طالبان به تر خپل وروستي حده د دې هڅه وکړي چې په موسمي جگړو کې خپل پوځي برلاس توب وښيي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امر خیل له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه باید په پوره ډول د طالبانو د یرغلونو پر شا تمبولو له پاره چمتووالی ونیسي: «موږ باید په دې فکر واوسو چې سږ کال به طالبان او د دولت وسله وال مخالفین سخت یرغلونه تر سره کړي. تر دې دمخه به په ژمي کې په جگړو کې کمی راته، خو سږ کال ښایي دغه ډلې ډیر مسلکي بریدونه وکړي.»

د دفاع وزارت چمتووالی

تر دې دمخه چې طالبان عملیات پیل کړي، د افغانستان د دفاع وزارت د پوځي عملیاتو نوښت په خپل لاس کې اخیستی دی. د افغانستان ملي اردو په دې ورځو کې د هلمند، کندهار او ارزگان ولایت په یو شمیر سیمو کې پراخ پوځي عملیاتو پېل کړي دي. دغه عملیات طالبان تر فشار لاندې راولي او مخکې له دې چې د دغې ډلې جنگیالي د یرغلونو له پاره چمتووالی ونیسي د تیښتې د لار په لټه کې کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیر، د پنجشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، په پام کې ده چې په ټولو هغو ولایتونو کې چې وسله وال مخالفین په کې حضور پوځي عملیات پیل شي. هغه زیاته کړه: «د دفاع وزارت په هغو ځایونو کې چې گواښ موجود دی او یا هم د گواښونو کچه لوړه ده، د پوځي عملیاتو مشخص پلانونه لري ترڅو گواښونه کم شي او امنیت ټینگ شي.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې پلان یې سږ کال داسې جوړ کړی دی چې د طالبانو حملي تر عملي کیدو مخکې خنثی کړي. د دې وزارت چارواکو زیاته کړې ده چې افغان سرتیري به سږ کال پر طالبانو باندې خپل تعارضي بریدونه ډیر کړي.

درانه تلفات

افغان امنیتي ځواکونه په داسې حال کې یوې سختې جگړې ته چمتوالی نیستي چې په ۲۰۱۴ کال کې د هغوی د تلفاتو کچه لوړه شوې ده. په امنیتي ځواکونو کې د تلفاتو د لوړیدو لامل د طالبانو له خوا په بیلابیلو سیمو کې د بریدونو په لاره اچول دي. طالبانو تیر کال په ځینو مواردو کې په ډله ییز ډول پر ولسوالیو باندې بریدونه په لاره واچول. په تیرو کلونو کې طالبانو ډیر وخت په یوه ځای کې له راټولیدو ډډه کوله ځکه ویریدل چې د ناټو له هوایي بریدونو سره به مخامخ شي.

په ۲۰۱۴ کال کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو هوایي بریدونه بند کړل. خو د ولسمشر کرزي تر دې پریکړې وروسته طالبانو هڅه وکړه چې خپل ځواک وښيي او په دې ترتیب یې په بیلابیلو سیمو کې ډله ییز بریدونه وکړل. دغې ډلې په وروستیو اوونیو کې پر کونړ ولایت باندې ډله ییز بریدونه پیل کړل. په دې ولایت کې افغان ځواکونه ۴۰ ورځې له طالبانو سره وجنگیدل او جگړه هغه وخت پای ته ورسیده چې ناټو له افغانانو څخه هوایي ملاتړ وکړ.

امرخیل وایي چې د افغانستان په جگړه کې هوایي ملاتړ ډیر اړین دی او پرته له هغه به افغان امنیتی ځواکونه ډیر تلفات وگالي: «که ناټو موږ ته هوایي ځواک نه راکوي نو خپل هوایي ملاتړ دې نه کموي. زموږ هیواد غرنی دی او له دې کبله په کې خوځښت ستونزمن وي. که په داسې سیمو کې څرخي الوتکې ملاتړ و نه کړي نو پیاده پر مخ تگ ډیر ستونزمن دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي چاواکي وایي چې هوایي ملاتړ لري او د اړتیا په صورت کې ناټو هم له افغان ځواکونو هوایي ملاتړ کوي. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل چې سږ کال په دې اړه ډیره اندیښنه موجوده نه ده او هر وخت چې افغانستان وغواړي ناټو ورسره هوایي ملاتړ کوي.

له بلې خوا په پاکستان کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات د دې لامل شول چې ډیر شمیر طالبان افغانستان ته راواوړي او د افغان ځواکونو پر وړاندې په جگړه کې وڼډه واخلي. څیړونکي وایي چې د دې وضعیت د مخنیوي له پاره باید افغان حکومت په لا ډیرو اقداماتو لاس پورې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب