1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هیواد د ژغورلو له پاره ملي اراده په کار ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان د امنیت د لیږد د بهیر مشر اشرف غني احمدزی، وایي چې اوس هم په افغانستان کې هیله شته. هغه زیاتوي چې افغانان کولای شي چې خپل هیواد د ښه مدیریت او د منابعو له ښه کارولو سره د سوکالي په لور بوځي.

https://p.dw.com/p/14KVD
انځور: DW

د اشرف غني احمدزي وایي چې اوس نړۍ دوه ډوله افغانستان پیژني. د احمدزي په خبره لومړی افغانستان د جگړې، مخدره توکو، اداري فساد او ستونزو هیواد دئ. هغه زیاتوي چې د دې افغانستان تر څنگ یو بل افغانستان هم موجود دئ چې د هیلو، روښانه راتلونکي او هوسایي هیواد دئ. غني وایي چې افغانستان کېدای شي پر دواړو لورو روان شي. د هغه په خبره افغانان په ښه مدیریت او د منابعو او فرصتونو په ښه کارولو سره د روښانه راتلونکي په لور روان کړي.

"له تیرو کلونو مو درس نه دﺉ اخیستی"

د ښاغلي غني په خبره په افغانستان کې ډیري ستونزی د افغان حکومت او نړیوالي ټولني تر منځ د همغږۍ د نه شتون له کبله رامنځ شوي دي. د هغه په خبره په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته رارسیدلي مرستي په سمه توگه مصرف نه شوې او په دغه هیواد کې له منابعو څخه سم کار وا نه خیستل شو.

هغه تیرو لسو کلونو ته اشاره کوي او وایي چې هغه وخت افغانانو ډیره قوي اراده درلودله. خو اوس ځیني کسان د قومیت مسئلې ته لمن وهي:

«لس کاله مخکي موږ ډیره قوي اراده درلوده خو امکانات مو نه درلودل. که تاسو بیړنۍ جگړې ته وگورئ تاسو د افغانستان وحدت لیدلای شي. خو اوس ځیني کسان قومیت ته لمن وهي ځکه چې دغه کسان د افغانستان له پاره کومه کړنلاره نه لري.»

غني همدا راز زیاتوي چې په تیرو کلونو کې افغانستان ته په یوه وار ډیر امکانات راغلل چې له کبله ئې په دې هیواد کې اداري فساد هم رامنځ ته شو.

د حل لار

اشرف غني احمدزی وایي چې د افغانستان تاریخ ته په کتو سره دا خبره څرگندیږي چې دغه هیواد تل کړکیچونه په بریالیتوب سره له منځه وړي دي. غني د افغانستان د روان کړکیچ د حل لاره په ملي ارادې، ښه مدیریت او د ملي امکاناتو په ښه کارولو کې ویني.

غني وایي چې په افغانستان کې باید واک له یوه نسل څخه بل نسل ته ولیږدول شي. هغه زیاتوي چې اوس باید د افغانستان د چارو جلو د افغانستان د ځوان نسل په لاس کې ورکړل شي.

د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون

د غني په خبره مشؤرتي جرگي وښودله چې په افغانستان کې خلک غواړي چې هیواد ئې باید له متحده ایالاتو سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. د غني په اند د یوه لوی ستراتیژیک هدف له پاره باید پر وړو خنډونو باندی خبري اتري وشي.

غني وایي چې افغانستان له خپلو گاونډیو هیوادونو څخه د یوه گواښ احساس کوي او له همدې کبله دغه هیواد ته له امریکا سره د یوه ستراتیژیک تړون شتون ارزښت لري.

هغه د بگرام زندان ته په اشاره کولو سره وویل چې افغانان نور په خپل هیواد کې د بهرنیو تر کنترول لاندي د زندانونو شتون نه شي زغملای او له همدې کبله باید دغه شخړیزه موضوع حل شي:

«اوس هیڅ ولس نه دوامداره دوست لري او نه هم دوامداره دښمن. خو ټول ولسونه خپلي دایمي گټي لري. د افغانستان ستونزه دا ده چې تر اوسه پوري ئې خپلي ملي دوامداره گټي نه دي مشخصي کړي. افغانستان باید لومړی خپلي ملي گټي مشخصي کړي او له مخي ئې دغه تړون لاسلیک کړي.»

د امنیت د لیږد بهیر

اشرف غني احمدزی وایي چې د افغانستان د امنیت د لیږد بهیر به په پنځو پړاوونو کې بشپړ شي. د هغه په خبره د دې بهیر لومړی پړاو په بریالیتوب پلي شوی دﺉ. هغه وایي چې د امنیت د لیږد د بهیر دوهم پړاو ستونزمن دﺉ ځکه چې په دې پړاو کې په بشپړه توګه د ولایتونو امنیت افغانانو ته انتقالیږي.

غني وایي چې په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر پر وړاندې یو لوی خنډ د متخلفیو له خوا په نا مشروع ډول د قانون کارول دي. هغه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو ظرفیت لري خو باید له دغه ظرفیت څخه سم کار واخیستل شي.

اشرف غني احمدزی وایي چې په افغانستان د ثبات یوې پروژی ته اړتیا شته چې په ترڅ کې امنیت هم رامنځ ته شي. د غني په خبره د افغانستان حالات حساس دي او د حالاتو په ښه کولو کې باید ټول ونډه واخلي.

مسعود جهش
کتونی/ نجیب الله زیارمل