1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د حکومت رپوټ

۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د آلمان د حکومت یوه ارزونه وړاندې شوي. په دغه رپوټ کې د آلمان حکومت اعتراف کړی چې په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت په دغه هيواد کي آلمان د بیا روغاونې د ژمنو په برخه کې لوی خنډ دی.

https://p.dw.com/p/2trfe
Afghansistan Deutsche Botschaft bei Anschlag in Kabul massiv beschädigt
انځور: REUTERS/O. Sobhani

یوازې د ټکو انتخاب کولای شي د افغانستان وضعیت ته اشاره وکړي. د ۲۰۱۴م کال تر پايه پورې د افغانستان په هکله د آلمان د حکومت منظم راپور ته د «پرمختګ رپوټ» نوم ورکړل شوی وو. خو نن سبا دغه رپوټ ته مؤقتي رپوټ ویل کیږي او اوسني رپوټ ته بیا «په افغانستان کې د آلمان د ماموریت د اوسني وضعیت او راتلونکي په هکله د آلمان د حکومت راپور» نوم ورکړل شوی دی. په دغه رپوټ کې د پرمختګ ټکی نور نه تر سترګو کیږي. په رپوټ کې لاس ته راوړنې ناکافي او نازکي بلل شوي دي.

یو تت انځور

دغه نوی رپوټ چې په برلین کې د اې آر دي، مرکزي دفتر ته په لاس ورغلی، په ۲۶ مخو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله پکښې یوه ارزونه وړاندي شوې ده. د رپوټ لیکوال پر ۲۰ مخ هر څه واضحه کوي. په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ناټو د جنګي ماموریت تر ختمیدو وروسته په افغانستان کې د آلمان د ملکي بوختیاوو له پاره د چوکاټ شرایط په «څرګند ډول خراب» شوي دي.

«جگړې، وسلوالي نښتي، بریدونه او د يرغمل نيونو خطرونه دا ټول په اوسنيو شرایطو کې د دې لامل گرځي چې پانگې اچونې او مشورتي خدمات یوازې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شي، خو د دغه وضعیت دوام د نړیوالو مسلکي قواوو اوږد مهال، پایښت لرونکی اغیزمن کار او فعالیت له ستونزو سره مخامخ کوي.»

په واضحه ټکو کې دا په دې معنی چې امنیتي وضعیت دومره خراب دی چې په اغیزمنه توګه ملکي مرستې نور امکان نه لری. په رپوټ کې دې ته اشاره شوې ده چې اوسمهال آلماني مرستې امن لرونکو او هغو سیمو ته متمرکزي دي چې لاس رسی ورته شته. خو دا چې دغه کومې سیمي دي په هکله یې څه نه دي ویل شوي. خو د بیا رغاونې په برخ کې زیاتره الماني کارکوونکي یا په کابل کې او یا هم په شمالي ولایت مزار شریف کې کار کوي د لوړو امنیتي دیوالونو تر شا کار کوي چې له افغان ولس څخه یې بیل کړي دي.

Rauchwolke über Kabul
کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه بریدانځور: picture-alliance/dpa/R. Kaleem/Lehtikuva

په ۲۰۱۷م کال کې په کابل کې يوه خونړي بريد د آلمان سفارت ته سخت زیان ورساوه. دا مهال د آلمان سفیر او ټیم یې د امریکا په سفارت کې میلمانه دي. همداشان د ۲۰۱۶م کال په نوامبر میاشت کې په مزار شریف کې د آلمان قونسلګرۍ ته د طالبانو د یوه برید په پایله کې دومره زیان واوښت چې نوره د استفادې وړ نه ده. د قونسلګرۍ کار کوونکي او همداشان د آلمان د مرستندویه سازمان (جي آی زید) کارکوونکي په مزار شریف کې د آلمان په مرمل پوځي اډه کې اوسیږي.

د پوځي روزونکو د خوندیتوب نشتوالی

په رپوټ کې په ځانګړي ډول د افغانستان شمال ته نظر اچول شوی دی چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې د آلماني پوځ تر ځانګړي خوندیتوب لاندي دی. اوسمهال د آلمان پوځ ۹۸۰ سرتیري هلته میشت دي. اوس «د آلمان د پوځ په گډون د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د خطر سطحې د لوړیدو له کبله» دا لازمه گڼل کيږي چې افغانستان ته نور سرتیري واستول شي. حد اکثر شمیر باید تر ۱۳۰۰ سرتیرو پورې لوړ کړای شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبرایل د آلماني سرتیرو د زیاتیدو خبره کړې وه. د صدراعظمې انګلا میرکل کابینې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د آلماني عسکرو د شمیر د زیاتیدو پریکړه وکړه، چې حد اکثر شمیر یې ۱۳۰۰ تنه ښوول شوی دی.

اوسمهال آلماني ځواکونه په دې نه توانیږي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې له پاره تر نیمایي پوري پلان شوي کارونه تر سره کړي. د آلمان پوځي روزونکي له افغان امنیتي ځواکونو سره د کار پر مهال له دې کبله د وسله والو آلماني ځواکونو له لوري ساتل کیږي چې د روزل کیدونکو کسانو له لوري پرې کوم برید و نه شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبرایل ویلي دي، کله چې آلماني ځواکونه د جګپوړو افسرانو پر ځای د ټیټ رتبه افسرانو روزنه کوي نو «موږ به نورو سرتیرو ته اړتیا ولرو، څو د خپلو ځواکونو خوندیتوب یقیني کړو.»

Bundeswehr in Afghanistan
د آلماني روزنکو د خوندیتوب کموالی د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ټکنی کويانځور: picture-alliance/dpa

ستراتيژیک بن بست

په نوي رپوټ کې د افغانستان د «امنیتي تشې» له پاره تر هر څه زیات د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ناټو د جنګي ځواکونو ژر راایستل مسئول ګڼي. افغان امنیتي ځواکونه دومره تر فشار لاندې دي، چې نه شي کولای له یاغیانو څخه د ټول هيواد دفاع وکړي. هغه لیرې پرتې سیمې له دې کبله پریږدي چې په پرنفوسه مرکزونو لکه کابل، کندهار او یا کندز کې د دولت دفاع وکړي. ځکه چې ستر ښارونه تل د سختو ترهګریزو بریدونو هدف دي. د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د یوه امبولانس په واسطه د رامنځ ته شوې چاودنې په پایله کې تر سلو زیات انسانان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شول.

نیمګړی دولتي پرمختګ

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمي تر پیښې وروسته په تیرو ۱۷ کلونو کې افغانستان ته په میلیاردونو ډالر ورکړل شوي دي. خو پر حکومت باندې د افغانانو باور مخ پر کمیدو دی. خو په رپوټ کې د حکومت داخلي ناندریو ته کومه اشاره نه ده شوې. دا چې د جولای میاشتې له پاره پلان شوې پارلماني ټاکنې به تر سره شي که نه، لا معلومه نه ده. ځکه چې تر مخه هم دغه ټاکنې څو وارې ځنډول شوي دي.

تېښته او کډوالي

په رپوټ کې دا خبره جوته شوې ده چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډیر خلک یې مهاجر دي. د کډوالۍ علتونه په ځانګړې توګه غیر مطمینه اقتصادي وده او اختلاس، امنیتي وضعیت او همداشان د نفوس مخ پر زیاتیدونکي وده ښوول شوې ده. د پام وړ دا ده چې د اقتصادي ودې کمښت لومړی یاد شوی او امنیتي وضعیت دوهم. آلمان د داسې لارو په لټه کې دی چې افغانستان ته د مهاجرو لیږل مدلل کړي. مهاجرو ته بايد خوندیتوب ورکړل شي او په اصطلاح اقتصادي کډوالو ته نه.

د رسمي ارقامو له مخې په آلمان کي دا مهال ۲۵۰ زره افغانان ژوند کوي. د هغوی له ډلې څخه ۱۵۰۰۰ یې له آلمان څخه په بيرته وتلو مکلف دي. د ۲۰۱۶م له دسمبر مياشتي راهیسې ۱۵۵ افغانان چې ټول نارینه ول افغانستان ته اخراج شوي دي. خو اوسمهال یوازې هغه افغانان بیرته خپل هیواد ته استول کیږي چې جرمونه یې کړي وي، آلمان ته خطر وي او یا هغه چې د خپل اصلي هویت ښوولو څخه ډډه کوي. خو دا پوښتنه لا بې ځوابه پاته ده چې داسې يوه هيواد ته چي هلته جگړه واکمنه وي، يو څوک اخراجیدی شي؟

د رپوټ پایله

دغه رپوټ د یوه «ستراتیژیک زغم» غوښتنه کوي. دا په دې معنی چې آلمان باید په افغانستان کې د اوږدې مودې له پاره چمتووالی ونیسي. د پوځي او ملکي بوختیا ختمول ښایي د نه اټکلیدونکو عواقبو تسلسل ولري.

زندرا پېترسمن

زموږ له آرشیف څخه: