1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د وضعیت په اړه ارزونه بشپړه شوې»

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعه

یوه امریکایي چارواکي اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان د دغه هیواد د وضعیت او هغو لارو چارو په اړه خپله ارزونه بشړه کړې چې په مرسته یې کیدای شي طالبان مات کړل شي.

https://p.dw.com/p/1J8Ze
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

که څه هم د جنرال جان نیکولسن د ارزونې محتویات لا نه دي بربنډ شوي خو په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو ستراتیژې په روانه میاشت کې تر هغه وروسته ډیر لوی بدلون وموند چې ولسمشر اوباما له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د خپلو ځواکونو صلاحيت لا پراخ کړ.

نکولسن په داسې حال کې خپله ارزونه او رپوټ وړاندي کوي چې طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په افغانستان کې میشت یوه امریکایي پوځي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې نیکولسن افغانستان ته تر رسیدو ۹۰ ورځې وروسته خپله ارزونه بشپړه کړې ده او هغه یې په پنتاګون کې خپلو مشرانو ته سپارلې ده.

د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه وایستل او په دې هیواد کې يې خپل نوی روزنيز ماموریت د «پریکړنده ملاتړ» تر عنوان لاندي پیل کړ. خو په وروستیو وختونو کې افغان پوځیان په هیواد کې د غځیدلې جګړې په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي چې د پلان له مخې تر راتلونکې کال پورې به یې شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته شي، خو امریکایي قومندانانو ولسمشر اوباما ته سپارښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د عسکرو شمیر ژر کم نه کړي.

ښايي د جنرال نیکولسن په رپوټ کې هم د امریکايي ځواکونو هغه شمیر روښانه شوي وي چې په افغانستان کې یې پاتیدل اړین بلل کیږي.

جنرال جان نیکولسن د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانده پر غاړه واخيسته او له هغه وخت راهیسې یې د افغانستان بیلابیلو سیمو ته سفر کړي دي چې د هیواد او وضعیت له اصلي حالته ځان ښه خبر کړي.

د نیکولسن په ارزونه کې ښايي په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا رامنځ ته کیدونکي ګواښونو او د هغوی د له منځه وړلو لارو چارو ته هم اشاره شوې وي.

طالبانو د سږ کال له ګرمي هوا څخه به ګټه اخيستلو، په افغانستان کې خپل بریدونه ډیر او پراخ کړي دي چې په دې ترتیب سره د لا ډیرو سیمو په کنترولو توانیدلي دي. دغه ډله اوس له ۲۰۰۱ م کال راهیسې تر بل هر وخت ډیري سیمي په ولکه کي لري.