1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د لرغونو سیمو نقشه جوړیږي

۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د لرغون پوهانو یوه ډله هڅه کوي چې د افغانستان د ټولو تاریخي ځایونو نقشه جوړه کړي. خو دې دا انديښنه هم رامنځته کړې چې د دغو تاریخي اثارو په نخښه کول به د دې د لوټ او غیرقانوي کیندنو لامل شي.

https://p.dw.com/p/1K1k8
انځور: picture-alliance/dpa

د نړیوالو کارپوهانو یوه ډله د ستیلایت له لارې د بیلا بیلو ودانیو او څلو انځورونه پهGIS یا د جغرافیايي معلوماتو په یوه ستر سیسټم کې ثبتوي.

بندیزو سمارنینتو چې افغانستان ته د فرانسې د لرغون پیژوندونکو د پلاوي «DAFA» مشري کوي، وویل: «چارواکو اوږده موده په دې اړه ډيره اندیښنه درلودله چې دا کار به د دې ډول تاریخي اثارو چې لا د مخه لوټ او ویجاړ شوي دي چور اوغیر قانوني کیندنو ته لار هواره کړي.»

هغه زیاته کړه چې دا پروسه اوس ځکه پر لار واچوله شوه «چې لوټماران زیاتره وخت ښه پر دې خبر وي چې دغسې تاریخي ځایونه چیرته دي. دیتابس به پر دې هیڅ اغیر ونه لري.»

افغانستان، د لرغون پوهنې له پلوه یو مقدس ځای

د افغانستان موقعیت او دلته د سرو زرو او مسو متنوع او غني کانونه او قمیتي ډبرو دا د لرغون پوهنې له پاره پر یوه مهم او مقدس ځای بدل کړی دی. د افغانستان لاجورد چې یو آبي رنګه ځلانده نیمه قمیتي کاڼی دی، د مصر فرعونانو، آرسوریانو او د بابل باچاهانو له خوا د سنګار توکي په توګه کارول شوې ده.

د «DAFA» په دفتر کې د ستیلایت له لارې په اخیستل شوي یوه ستر عکس کې د هیواد لوړ غرونه، ژورې کاسې، درې او پانډونه لیدل کیږي. دلته تاریخي ځایونه په ژیړ، آبي او سره رنګه ټکو په نخښه شوي دي چې دغه رنګونو ښيي چې آیا دا آثار کیندل شوي، پيژندل شوي او یا فقط اوس موندل شوي دي.

«DAFA» یا د لرغون پيژونې دا فرانسوۍ ډله چې له ۱۹۲۲م کال راهیسې په افغانستان کې په کار بوخته وه، په ۱۹۸۲ م کال کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د فشارونو په پایله کې د افغانستان څخه وتلو ته مجبوره شوه. دې ډلې تر هغه وخته پورې ۱۲۸۶ لرغوني ځایونه په نښه کړي ول. بندیزو سمارنینتو وايي: «نن موږ د هغې پنځه چنده زیات ځایونه پیژندلي دي.»

نور مطالب:

پر دې نقشه ډيری داسې ځایونه شته چې لرغون پوهان هڅه کوي په ۱۹۳۰م کال کې د لومړيو کیندنو د معلومانو سره یې پیوست کړي.

الینا لیوني، اېتالوۍ لرغون پوهه چې د منځنۍ آسيا او د جفرافیايي معلومات کارپوهه ده، د افغانستان په هلکه وايي: «دا یو لوی او په تاریخي ځایونو شتمن هیواد دی.» نوموړې د بلخ د لرغوني ښار مثال ورکوي چې د سرو زرو لوې ځیرمې په کې موندل شوې وې.

محمد نادر رسولي چې د لرغون پوهانو د دغه فرانسوۍ ډلې سره د مشاور په توګه کار کوي او د خپلو همکارانو له خوا ورته «د افغانستان د لرغون پوهنې د کتابتون» نوم ور کړل شوې، د خپل هیواد د دغه کلتوري میراث یې بربادیدل یې لیدلي دي. دی وايي: «هغه ځایونه چې د لرغون پوهانو ډلې په ۱۹۳۷ م کال کې د کابل په شا او خوا کې موندلي ول، کورونه پرې جوړ کړل شول. په ولایتونو کې بیا دغه ځایونه د لوټمارانو، د لرغونو توکو د تجارانو او همدا راز د بزګرانو له خوا ویجاړ شول.»

افغانستان، یو پرانستی میوزیم

د افغانستان د کلتور وزارت ویاند هارون حکیمي په وینا به د لرغونو اثارو دا نقشه له چارواکو سره د وزارتونو له خوا د سترو پروژو په لار اچولو برخه کې هم مرسته وکړي. ده وویل: «خلک وايي افغانستان یو پرانستی موزیم دی. دا ډيره مهمه ده چې دغه ځایونه وپيژندل شي تر څو سړی د سړکونو جوړولو، ماین پاکۍ او یا د تیلو د راویستو پر وخت پوه وي چې دغه لرغوني اثار چیرته پراته دي.»

دا کار په ځانګړي توګه اوس نور هم مهم شوې چې د چارواکو په حواله حکومت د کانونو د ویشلو پروسه پر لار اچول غواړي او د سرچینو له مخې یې سږ کال لږ تر لږه ۲۵ دا ډول قراردادونه لاس لیک کړي دي.

د «DAFA» د افغانستان د برخې مشر سمارنینتو وايي: «د معادنو د ځیرمو سره لیوالیتا یوه عصري پدیده نه ده. تل د د معادنو د راویستو او اداره کولو خواهش موجود وو. همدا د معادنو راویستل بې له شکه د ځینو دغه سترو لرغونو ځایونو او ښارونو د رامنځته کیدو باعث شوي.»

د مس عینک کان چې یو ستر تاریخي ځای دی او د بودا په رزونو تاریخي اثار په کې پراته دي، د کان کیندنې د یوه چینايي شرکت له خوا ځکه وموندل شو چې د لاندې یې د مسو سترې ځیرمې پرتې دي.

دغه چینايي شرکت دلته کار درولو ته چمتو شو خو افغان لرغون پوه رسولي وايي چې ډیر نور لرغوني ځایونو تر خطر لاندې دي. رسولي وویل: «کله چې دا نقشه بشپړه شي نو هر څوک به ورته لاس رسۍ درلودلای شي او په دې توګه به د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې هر څوک د خپلې برخې مرسته وکړای شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل