1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان خپلواکي او د شاه امان الله خان لنډ ژوند ليک

ن.ز۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبه

په افغانستان کي هرکال د زمري مياشتي ۲۸مه د هيواد د خپلواکي د ورځي په نوم لمانځل کيږي. په دغه ورځ شاه امان الله خان له انگليسانو څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ. د شاه امان الله خان لنډ ژوند ليک.

https://p.dw.com/p/1Jk5B
انځور: AP

د شاه امان الله خان لنډ ژوند ليک

افغانستان خپله خپلواکي د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کي تر لاسه کړه. شاه امان الله خان په ۱۸۹۲م کال کي په کابل کي وزېږېد، د پلار تر مړيني وروسته د ۱۹۱۹م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه د سلطنت پر تخت کښېناست. د سلطنت مقام ته تر رسېدلو وروسته هغه ژر د افغانستان د سياسي خپلواکۍ غوښتونکو سو. خو انگلستان د شاه دغه غوښتنه نه ومنله، نو هغه وو چي د افغان انگليس دريمه جگړه پيل سوه.

تر لنډ جنگ وروسته انگلېسانو د افغانستان آزادي په رسميت وپيژندله. شاه امان الله خان د ۱۲۹۸م لمريز کال د اسد مياشتي پر ۲۸ نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او له هغې ورځي راهيسي دغه ورځ په افغانستان کي لمانځله کيږي.

امان الله خان ولي له سلطنته ليري سو

شاه امان الله خان سلطنت ته په رسېدو سره يو لړ سياسي او ټولنيز اصلاحات پيل کړل چي دا د ځینو قوتونو له مخالفتونو سره مخامخ سول او په هيواد کي يې بغاوتونه را وپارول.

په ۱۹۲۴م کال کي د ملا لنگ په مشرتوب د پکتيا د خلکو بغاوت. په ۱۹۲۸م کال کي د شينوارو بغاوت او تر هغه وروسته د حبيب الله کلکاني بغاوت چي په پايله کي ئې د ۱۹۲۸م کال د جنورۍ مياشتي په لومړيو کي د کابل ښار د امان الله خان له ځواکونو څخه ونيو او شاه امان الله خان دې ته مجبور سو چي کندهار ته ولاړ سي.

که څه هم چي امان الله خان بيا له کندهاره لښکر کشي وکړه او تر کابله پور يې سيمه په خپل کنترول کي راوسته خو توطيه پراخه وه او د ډېرو خلکو د مړيني سبب گرځېده. هغه وو چي امان الله خان له سلطنته لاس واخيست او ايټاليا ته ئې پناه يووړه.

شاه امان الله خان د ۱۹۶۰م کال د اپريل مياشتي پر ۲۶ نېته وفات سو او جنازه ئې جلال آباد ته انتقال سوه او هلته د خپل پلار څنگ ته خاورو ته وسپارل سو.