1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د افغانستان جګړه ښايي لا خونړۍ شي

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

چارواکي وایي چې ۲۰۱۸ کال د افغانستان په جګړه کې «پریکړنده» دی ځکه د یاغي ډلو پر ضد هوایي بریدونو زور اخیستی دی. خو یو شمیر نور بیا په دې نظر دي چې د افغانستان ۱۶ کلنه جګړه اوس لا پسې خونړۍ شوې ده.

https://p.dw.com/p/2sW8Q
Afghanistan Anschlag in Jalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

سږ کال د نورو کلونو په څیر په ژمې کې د افغانستان جګړه سړه نه شوه. طالبانو او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پورې تړلو جنګیالیو د امریکا متحده ایالاتو د هوایي بریدونو ځواب ورکړ. په نورو کلونو کې د ژمې په سړه هوا کې د افغانستان جګړه یو څه کمیږي او دواړه خواوې بیا په اوړې کې یو پر بل باندې بریدونو ته زور ورکوي.

د تیر  کال په اګست میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د افغانستان د نوې ستراتیژۍ تر اعلانیدو وروسته، امریکایي پیلوټانو په افغانستان کې د عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې تر پخوا ډیر صلاحیت ترلاسه کړ. اوس امریکایي هوایي ځواکونه د طالبانو او اسلامي دولت جنګیالي، د هغوی روزنیز مرکزونه او د مخدره توکو د پروسس لابراتوارونه بمباروي.

امریکایي برید جنرال لنس بونچ، چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکو هوایي بریدونو مسوولیت پر غاړه لري، په وروستیو وختونو کې خبریالانو ته وویل: «اوس نو هر لسټوڼی بډوهل شوی دی.» هغه زیاته کړه: «نوې ستراتیژۍ لوبه بدله کړې ده او طالبان د هغې اغیزې احساسوي.»

Afghanistan Anschlag auf Indisches Konsulat in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

امریکا متحده ایالات افغانستان ته لا ډیر ځواکونه او الوتکې استوي. افغانستان په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت تر ماتې وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د عملیاتو په اصلي تمرکز باندې بدل شوی دی. په عین حال کې امریکا د افغان هوایي ځواکونو وړتیاوې هم لوړوي.

په افغانستان کې لا ډیر هوايي بریدونه

په ۲۰۱۷ کال کې امریکایي الوتکو په افغانستان کې ۴۳۶۱ بمونه غورځولې دي. له دې ډلې څخه ۲۳۰۰ یې یوازې تر اګست میاشتې وروسته غورځول شوې دي. یواز له اګست میاشتې وروسته غورځول شوي بمونه په ټول ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې تر استعمال شویو بمونو ډیر وو.

امریکا متحده ایالات د B-52 ډوله پوځي الوتکو په مرسته د افغانستان په شمال ختیځو برخو کې هم یاغیان په نښه کړې دي. په دغو کې د «ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت» ډله هم شامله ده چې چین پرې په خپله خاوره کې د بریدونو ترسره کولو تورونه لګوي.

په افغانستان کې د ناټو د هوايي عملیاتو مشر تورن جنرال جیمز هکر، تیره اوونۍ په کابل کې وویل: «هغه پخواني وختونه چې جګړې به فصل لره، اوس تیر شوي دي.»

یاغیانو هم د امریکا متحده ایالاتو هوایی بریدونو ته خونړی غبرګون ښوولی دی او د هیواد په کچه یې پر بریدونو لاس پورې کړی دی. په دې بریدونو کې د کابل وروستۍ خونړۍ پیښې هم شاملې دي چې په پایله کې یې کې په سلونو کسان ووژل شول.

US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/Pacific Press/A. Ronchini

په واشنګټن دي سي کې میشت د ترهګرۍ څیړنیز سازمان تراک یا TRAC ویلي دي چې یوازې تیره میاشت طالبانو په افغانستان کې د ۴۷۲ بریدونو پړه منلې ده. د دې سازمان په حواله دغه شمیر په افغانستان کې د جنوري میاشتې له پاره ساری نه لري.

تراک سازمان په یوه نوې رپوټ کې ویلي دي چې طالبانو او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په افغانستان کې تاوتریخوالی داسې کچې ته رسولې دی، چې ښايي راکمول یې ستونزمن وي.

له ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز څخه د افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمن، وایي چې روانې نښتې د یوه «خونړي کال» خبر ورکوي. هغه اټکل کوي چې په جګړه کې د افغان او امریکایي ځواکونو تلفات به لا پسې لوړ شي.

د افغانستان په اصطلاح د جګړې فصل په اوړي کې پیلیږي او بیا په ژمي کې یو څه سړیږي. خو په وروستیو کلونو کې طالبانو او نورو یاغي ډلو په ژمي کې هم خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

په ژمي کې د جګړو نه کراریدل

د کړکیچ په نړیوال ګروپ کې څیړونکی بهران عثمان، وایي چې روان کال تر نورو ډیر خونړی وو. په یوه رپوټ کې د هغه په حواله راغلي دي: «له ۲۰۰۱ کال راهیسې، افغانستان اوس تر بل هر ژمي ډیر له تاوتریخوالي سره مخامخ دی.»

د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه کیت کلارک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې داسې ښکاري چې دواړو اړخونو دې خپلو بریدونو ته زور ورکړی وي ځکه به خبره ېې دواړو اړخونو نوي تکتیکونه خپل کړي دي.

یو لامل چې له کبله یې په روان ژمي کې په افغانستان کې جګړه نه ده توده شوې، دا ده چې ډیر شمیر طالب یاغیان په ژمي کې د بیا اکمالیدو په موخه پاکستان ته نه دي تللي او په خپلو سنګرونو کې پاتې شوې دي. پر پاکستان باندې له طالبانو څخه د ملاتړ تور لګول کیږي خو دغه هیواد بیا تل دا تور رد کړی دی.

Afghanistan Anschlag nahe Pakistans Konsulat in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د افغانستان د پوځي چارو کارپوه عطیق الله امرخیل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې سږ کال طالبانو ته امر شوی چې خپل پر مختګ ته آدامه ورکړي او د پخوا په څیر پر شاتګ او مخکې تګ و نه کړي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو یوه قوماندان مولوي احمد، د فرانسې آژانس ته ویلي دي: «زه یو کال کیږي چې پاکستان ته نه یم تللی او ولاړ به هم نه شم.»

د جګړې تودیدو په افغانستان کې د سولې د بهیر د کامیابیدو هیلې هم له منځه وړې دي. امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ هم ویلي وو چې له طالبانو سره به خبرې اترې و نه کړي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تیره اوونۍ کابل ته تر یوه سفر وروسته وویل چې واشنګټن اوس هم هیله لري چې طالبانو د سولې خبرو اترو میز ته راشي.

اې اف پي