1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان جمهوري ریاست د وتس آپ او تلیګرام بندیدل رد کړل

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د وتس آپ او تلګرام ارتباتي شبکو د تړل کیدو خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې په دې وروستیو وختونو کې یې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی دی چې دغه شبکې تمدید کړي.

https://p.dw.com/p/2n7ni
WhatsApp Facebook
انځور: picture alliance/dpa/P.Pleul

د افغانستان جمهوري ریاست پر خپله انترنتي پانه کې د یوې بیانیې له خپرولو سره ویلي دي چې د وتس آپ او تلیګرام د بندیدو خبرونو د خلکو په منځ کې ځینې پوښتنې راولاړې کړې دي.

په بیانیه کې راغلي دي چې افغان حکومت د بیان آزادي ته ژمن دی او هیڅ ادرس او بسنټ ته اجازه نه ورکوي چې د بیان د آزادي وسایل بند کړي. په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د وروستیو آوازو په اړه به څیرنې وشي.

په عین حال کې د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه لیکلي دي چې د هغه، ولسمشر غني او دویم مرستیال سرور دانش په ګډه غونډه کې پریکړه وشوه چې وتس آپ او تلیګرام به و نه تړل شي.

تر دې مخکې د مخابراتو او تکنالوژي وزارت ویاند نجیب ننګیال، دویچه ویله ته د دغو شبکو د تړل کیدو په اړه ویلي وو: «د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله په وروستیو وختونو کې د وتس آپ او تلیګرام کیفیت ډیر ښه نه وو او دویم پر دغو دوو شبکو باندې د وزارت د ښه کنترول له پاره د هغوی د تړل کیدو هدایت ورکړل شوی وو.»

دا په داسې حال کې ده چې منتقدین وایي د دغو دوو شبکو تړل ښايي په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې د محدودیتونو پیل وي.