1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان تجربې د ناټو ستراتيژۍ ته بدلون ورکوي

۱۳۸۹ آبان ۲۹, شنبه

په ليزبن کي د ناټو د سرمشريزي په لومړی ورځ د شمالي اتلانتيک د دفاعي تړون ناټو غړو هيوادونو لخوا يوه لس کلنه ستراتيژيکي طرحه و منله سوه.

https://p.dw.com/p/QEBF
انځور: AP

د ناټو عمومي منشي اندرز فوګ رازموسن د ۲۸ غړو هيوادونو د سرمشريزي تر پرانيستلو يو ساعت وروسته د ناټو دپاره د يوې لس کلني نقشې د جوړيدو اعلان وکړی.

هغه په لنډه خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل، پر دې اصل باندي ټول موافق ؤ چي د غړو هيوادونو د ډله ايزامنيت د ساتلو او دفاع لپاره تر ناټو پرته بل هيڅ جوړښت پايښت نه لري.

د راتلونکي لسيزي لپاره د ستراتيژيکي طرحي د تصويب څخه ترمخه د غونډي په پرانستونکې وينا کي راز موسن وويل:« دا د ناټو په تاريخ کي يوه بې ساره سرمشريزه ده»

هغه وويل کوم تصميمونه چي د دغو دو ورځو په غونډو کي نيول کيږي د ناتو د راتلوانکي لپاره د بنسټ ډبره جوړوي.

هغه د غونډي برخه والو ته وويل چي د نوو ګواښونو په وړاندي د ناتو د غړو هيوادونو له ولسونو څخه د ساتني لپاره عصري او نوي دفاع ته اړتيا لري.

«موږ به عصري توانمندۍ ته وده ورکړو ترڅو د عصري ګواښونو پر ضد د ځان څخه دفاع وکړو. خو موږ ټولي نړۍ ته د مشارکت لپاره لاس اوږدو.»

د« فعالي ونډي او عصري دفاع» تر نامه لاندي د ناټو ستراتيژي په افغانستان کي تر لس کلني جګړې وروسته وړاندي کيږي.

خو رازموسن په خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل:« د درس په زده کړه کي د وخت او ناوخت خبره مطرح نه ده، بلکي مهمه خبر دا ده چي زده کړي درس يا تجربې د عمل په ډګر کي پلي سي.»

رازموسن د افغانستان د ماموريت تجربه د دغي ستراتيژي په جوړولو کي ډيره مهمه وګنله:« هغه څه چي موږ په افغانستان کي او دغه راز په بالقان کي د خپلو پوځي عملياتو څخه زده کړي دي، د پاملرني وړ دي. زدکړي ښيي چي د ستونزو د حل لپاره يوازي پر پوځي عملياتو تکيه کول بسيا نه کوي. موږ يوې داسي لاري ته اړتيا لرو چي د پوځي عملياتوتر څنګ ملکي کارونه او بيارغاونه هم روانه وي.»

تقريباًلس کاله کيږي چي د ناټو په مشرۍ د شاوخوا۴۰ هيوادونو عسکر په افغانستان کي د افغان حکومت ضد ياغيانو سره په جګړه کي ښکيل دي. په افغانستان کي د ناټو پر ستراتيژي باندي غور د دغه سرمشريزي بله موضوع ده چي نن به د ناټو په غونډه کي ورباندي خبري وسي.

افغان ولسمشر حامد کرزی به په دې غوڼده کي د خپل هغه پلان څخه دفاع وکړي چي وايي په ۲۰۱۴ کال د هغه امنيتي ځواکونه د بهرنيو قوتونو څخه مسووليت په غاړه واخلي.

په عين وخت کي ناټو له افغانستان سره د« اوږدي مودي د مشارکت» د يو تړون د لاسليک کولو په لټه کي ده.

د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي چارو لوړ پوړي استازي،Mark Sedwill په ليزبن کي د آلمان ږغ راډيو سره په تبصره کي وويل:« د دې سرمشريزي د د مهمولاس ته راوړنو څخه به يوه د افغان حکومت او ناټو تر منځ د اوږدې مودې د مشارکت تړون وي چي تر۲۰۱۴ کال وروسته به هم دوام پيدا کړي.»

هغه وويل چي دغه مشارکت په افغانستان کي د ناټو د اوسني ماموريت د هڅو سره مرسته کوي او د افغانستان خلکو ته به ډاډ ورکړي چي هغوي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د ناټو له خوا يوازي نه پريښودل کيږي.

« ښکاره ده چي د دغه مشارکت لومړی پړاو د ياغيانو پر ضد د پوځي عملياتو دوام او تر ۲۰۱۴ کال پوري په سمه توګه د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو پياوړي کول دي. تر څو رښتيا و توانيږي چي مسووليت په غاړه واخلي.»

خو د مشارکت دغه تړون چي په پام کي دی نن په ليزبن کي د ناټو او افغانستان ولسمشر حامد کرزي تر منځ لاس ليک سي د خپل جوړښت په لومړني پړاو کي دي.

د ناتو د ملکي چارو استازي وويل: « هغه څه چي نن يي موږ د هغه د لاس ليک کولو انتظار لرو، يوازي د کار چوکاټ دی، زه فکر کوم کله چي د هغه جزيات معلوم سي او کاري يي بشپړ سي، هغه ښايي د پارلمان تصويب ته وړاندي سي.»

نجيب الله زيارمل/ ليزبن

کتونکی: عبدالباري حکيم