1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان په اړيکو کي ستونزه څه ده؟

۱۳۹۰ مرداد ۱۶, یکشنبه

د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د افغانستان په رژيم کي او په پاکستان کي د افغانسان په اړه پاليسۍ ته څه نا څه بدلون ورکړل سوی. خو د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کي اوس هم لوړي او ژوري ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/12CTi
حامد کرزی او آصف علي زرداري
حامد کرزی او آصف علي زرداريانځور: dapd

په داسي حال کي چي حامد کرزي او آصف علي زرداري د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي يو بل ته د ښو ملګرو په سترګه ګوري، خو په دي ورستيو کي د کابل او اسلام آباد تر منځ د پردي تر شا اړيکي ډيري خړي ښکاري.

د سيمي د سياسي حالاتو شنونکي په دي اند دي چي پاکستان په افغانستان کي په هره بيه چي وي د حاشيوي ستراتيژيک عمق د تر لاسه کولو په لټه کي دي.

د پاکستان د چارو افغان متخصص عبدالرشيد وزيري وايي، اسلام آباد له خپلو بلواګرو لاس جوړو ډلو څخه په تنګ سوی او هڅه کوي هغوی ته د افغانستان په دننه کي ځالي جوړي کړي.

« پاکستان غواړي چي زموږ په خاوره کي سرحدي حاشيوي عمق ايجاد کړي، او خپلي هغه ترهګري ډلي چي تر اوسه ندي راغلي هغه راوليږي، او بيا دغه ډلي زموږ په وړاندي له ډيري نږدي وکاروي».

که څه هم دواړه هيوادونه اوس خاموشه ښکاري خو د انګريزۍ په اصطلاح دي ته تر توپان له مخي چوپتيا وايي.

کابل وايي چي يو با ثباته پاکستان د افغانستان په ښي ګڼه دی او اسلام آباد په خپل وار سره وايي چي همداسي افغانستان د دوي له پاره هم ګټور دی.

ځيني کارپوهان د پاکستان په وړانډي د افغان دولت پر اوسنۍ تګلاره نيوکه کوي او وايي شته امنيتي ستونزي بايد د دواړو هيوادونو تر منځ د خبرو اترو له لاري هواره سي. خو کابل وايي له اسلام آباد سره هغه مهال خبرو اترو ته چمتو دی، چي د ترهګرو سره په جګړه کي د دغه هيواد په پاليسۍ کي مثبت بدلون وويني.

د افغانستان د ولسي جرګي غړی ډاکټر ميربت خان منګل په دې اند دی، چي د دغو دووګاونډيانو تر منځ تر ټولو لانجمنه مسله د ډيورنډ کرښه ده چي پاکستان قبضه کړې او د همداسي ساتلو پلان يي لري.

« پاکستان که د ډيورنډ ددغي غاړي پښتانه دي او که د هغي له دواړو سره حساسيت لري، پاکستاني حکومت پلان لري چي د دغو سيمو يو مليون خلک ووژني، د پاکستان کومه پاليسي چي يي زموږ په وړاندي غوره کړي که د نړۍ، دا يوه ناروا پاليسي ده او نړيوال بايد پري و نه غوليږي».

يو شمير کارپوهان وايي، چي افغانستان بايد د پاکستان د مداخلو په وړاندي جګړه کي د امريکا متحده ايالات ور ښکيل کړي، ځکه په يوازي سر نه سي کولای چي د پاکستان لاس له خپله ګريوان څخه لنډ کړي.

ډيری په دي اند دي چي پاکستان د افغانستان پر پوله ځايي شکمن جنګيالي ځکه له فعاليتنه نه پري باسي چي دا ډول افغان حکومت وډاروي او افغانستان د امريکي د فشار زياتولو له پاره د پاکستان ددې ډول لاسوهني موضوع په جديت را پورته نه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل