1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی بدلیږي

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د سرچینو په حواله د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان اوسنی ځانګړی استازی میښایل شتاینر، له خپلی دندي استعفاء کړې ده او پر ځای ئې کیدای شي په پاکستان کي د آلمان اوسنۍ سفیر وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/141Rm
انځور: picture-alliance/dpa

ویل شوي دي چي د میښایل شتاینر پر ځای به په پاکستان کي د آلمان اوسنی سفیر میښایل کوخ، وټاکل شي.

د آلمان بیلد ورځپاڼي د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د یوي سرچينی په حواله ویلي دي چي له کابو دوو کلنو څخه وروسته، شتاینر خپل اوسنی ماموریت پای ته رسوي. د ورځپاني په رپوټ کي د هغه د استعفاء د پریکړي په هکله نور جزئیات نه دي بربڼد شوي.


میښایل شتاینر ۶۲ کاله عمر لري او د آلمان له ډیرو مهمو دیپلوماتانو څخه دئ. هغه د خپل ماموریت په موده کي د نورو مهمو کارونو د تر سره کولو سر بیره د تیر میلادي کال په پای کي په بن کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس بندوبست کړی وو. 

د سوسیال دیموکرات او د شنو د ګوند د ائیتلافي حکومت په دوره کي شتاینر د وخت د صدارعظم ګیرهارد شرویدر، د بهرنیو چارو مشاور وو.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وسترویله د شتاینر له خدمتونو څخه ستاینه او قدرداني وکړه. وستر ویله وویل: «دغه دیپلومات د خپل ماموریت په دوره کي ستر خدمتونه وکړل.»

خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي وروسته له دې به د آلمان دغه مشهور دیپلومات په کومي دندې وګمارل شي.

د آلمان د خبری آژانس په یو رپوټ کي ویل شوي دي چي د شتاینر د ځای نیونکي په توگه په اسلام آباد کي د آلمان اوسنی سفیر میښایل کوخ، په پام کي نیول شوی دئ.  دغه ديپلومات چی ۵۶ کاله عمر لري او له ۲۰۰۸ کال راهیسي د نوموړی سفارت مسوولیت پر غاړه لري.

له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پوري کوخ چي په قضایي چارو کي ډاکتري لري، د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کي د افغانستان د ځانګړې څانګي مشري په غاړه درلوده.  له دې مخکي هغه په امریکا متحده ایالاتو، هند او برما (میانمار) کي د آلمان په سفارتونو کي دنده تر سره کړې ده.

عبدالباري حکیم (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش