د افغانستان او پاکستان تر منځ لار خلاصه سوه
۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبهد پاکستان د مليشو يوه افسر صفدر خان، ويلي دي چي د پنجشنبې ورځي په سهار (۲۰۱۶م کال د سپتمبر اوله) لاره خلاصه او دواړو خواوو ته په سونو بندو لارۍ موټرو حرکت پيل سو.
خان، ويلي دي چي په سپين بولدک کي د پاکستان چمن ته لار هغه مهال بنده سوه چي يو شمېر ځوانانو د اگست مياشتي پر ۱۸ نېټه (د افغانستان د خپلواکۍ) په ورځ د پاکستاني ملېشو پوستې ته نژدې د پاکستان بيرغ ته اور اچولی وو.
چمن د پاکستان په جنوب لوېديځ کي د بلوچستان ايالت يو ښار دی چي له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته لار پکښې تيره سوې ده.
صفدر خان ويلي دي چي د لاري د پرانيستلو پريکړه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۳۱مه) له هغه وروسته وسوه چي افغان چارواکو د پاکستان بيرغ د سوځېدو په اړه بخښنه وغوښتله.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ترينگلتيا هر وخت ددې سبب سوې ده چي د دواړو هيوادونو ترمنځ لاري بندي سي او مسافر او سوداگر له سختو ستونزو سره مخامخ سي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ بله ستره لار تورخم هم څو اونۍ تړلی وو. تورخم له هغه وروسته د مسافر او سوداگر پرمخ بند سو، چي د افغان چارواکو په خبره پاکستان غوښتل په صفر سرحدي ساحه کي يوه دروازه جوړه کړي خو افغان ځواکونو ئې ممانعت وکړ.
دابه هم درته جالب وي