د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې پرانیستل کیدو نوې هیلې
۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبهد پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، په دې هکله ویلي چې اسلام آباد په داسې اقداماتو کار کوي چې له امله یې یو ځل بیا د پولې دواړو خواوو ته سوداګري او د خلکو تګ راتګ عادي حالت ته را وګرځي.
نوموړی همداراز وايي چې داسې هیلې شته چې پوله به ډير «ژر» پرانیستل شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر هغه وروسته وتړل شوې چې په پاکستان کې یو شمیر چاودونو د ۱۲۵ کسانو ژوند واخیست.
اسلام آباد ادعا کوي چې دغه بریدونه د هغو ترهګرو له خوا پلان شوي وو چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.
سربیره پر دې چې د داوړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې د خرابوالي اوج ته رسیدلې، د لارې د بندیو له امله داوړو لوریو ته د سوداګرۍ د بندیدو له امله سلګونه زره ډالر زیان اوښتی دی.
د روانې میاشتې په پیل کې، پاکستان د ۴۸ ساعتونو له پاره له افغانستان سره خپلې پولې پرانیستې ترڅو په پاکستان کې بند پاتې شوي ۳۵ زره افغانان وکولای شي بیرته افغانستان ته واوړي.