1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو په وژنه کي د امریکايی ځواکونو د رول په اړه د پلټنو غوښتنه

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۱۶, پنجشنبه

د بشري حقونو د څارني سازمان غوښتي دي چي د ملکي افغانانو په وژنه او ربړونه کي د امريکا د ځانګړو ځواکونو د لاس درلودلو تورونه دي په « پشپړه او بې طرفه» توګه وڅېړل سي. د دغه تورونو په اړه مخکي پلټني پيل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ADS0

د بشري حقونو د څارني دغه سازمان چی مقر یی په امريکا کي دی د «رولينګ ستون» مجلې هغه راپور ته اشاره کړې ده چي د چهارشنبې په ورځ خپور سوی دی. په راپور کي د هغو ۱۸ تنو ملکي افغانانو چي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کي وژل سوي دي د امريکا ځواکونو د نقش په اړه پوښتني را پورته سوي دي.

د بشري حقونو د څارني سازمان له تروريزم سره د مبارزې مشاور اندريا پراسو، په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي: «د نرخ ولسوالي د پيښو په اړه بايد په ډېر دقت، بې طرفۍ او روڼوالي سره پوښتني ګروېږني وسي.» هغه زياته کړه: «هغه څه چي روښانه دي هغه دا دي چي جرمونه سوي دي او ضروري ده چي امريکايي چارواکي دا روښانه کړي چي څه پېښ سوي دي او څوک پکښې مسوول دي.»

د «رولينګ ستون» مجلې راپور چي د نرخ ولسوالۍ د اوسېدونکو او قربانيانو له خپلوانو سره له مرکو څخه ليکل سوی دی، پکښې راغلي دي چي له قربانيانو څخه لس تنه يې چي تر مخه وژل سوي ول په دغه ولسوالۍ کي د امریکايي ځواکونو اډې ته نژدې ښخ سوي دي.

د دغه راپور پر اساس، هغه يو افغان محلي چارواکی چي د امريکايی ځواکونو له خوا نيول سوی وو، ويلي يې ويل چي ذکريا کندهاری چي د امريکايي ځواکونو افغان ترجمان دی په داسي حالت کي ليدلی دی چي خپل همسايه يې اعداماوه او امريکايي ځواکونه د هغه ترڅنګ ولاړ ول او د دغه کار خنډ نه وګرځېدل.

ذکريا کندهاری د روان کال په می مياشت کي د افغاني ځواکونو له خوا ونيول سو او په ميدان وردګو ولايت کي يې له امریکايي ځواکونو سره د کارکولو پر مهال د ملکي وګړو په شکنجه کولو او وژلو تورن کړ. خو هغه ويلي دي چي دغه ټول کارونه يې د امريکايي ځواکونو په لارښوونه سره کړي دي.

دغي مجلې له ځايي اوسېدونکو سره د مرکو پر اساس اشاره کړې ده چي کېدای سي امریکايي ځواکونو پر ځينو قتلونو باندي سترګي پټي کړي وي، او په ځينو شکنجو او قتلونو کي لاس ولري.

د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ پيښي د روان کال په فبرورۍ مياشت کي تر روښانه کېدو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي امريکايی ځواکونو ته امر وکړ چي له دغي سيمي څخه ووزي. وروسته بيا د يوه توافق له مخي د امريکا ځانګړي ځواکونه له نرخ ولسوالۍ څخه ووتل او نور امريکايي ځواکونه په ميدان وردګو ولايت کي پاته سول.

ويل کيږي چي په افغانستان کي آيساف ځواکونو په دې اړه پلټني ترسره کړي دي خو داسي شواهد يې نه دي موندلي چي وښيي امريکايي ځواکونو دي کومه خطا کړې وي. په جولای مياشت کي د امریکا متحده ايالاتو د پوځ د جنايي پلټنو قوماندانی د دغه تورنو په اړه پلټني پيل کړې.

«رولينګ ستون» مجلې د پوځي سرچينو په حواله ويلي دي چي دغه پلټني له هغه وروسته پيل سوې چي د سره صليب نړيوالي کمېټې د دغو قضيو په اړه نوي شواهد برابر کړل.

د متحده ايالاتو پوځ د جنايي پلټونو قوماندانی وياند چرس ګري، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغو قضيو په اړه پلټني رواني دي. د هغه په خبره د دغي قوماندانۍ ځانګړو استازو په جولای مياشت کي هغه مهال پلټني پيل کړې چي له آيساف څخه يې د دغو تورونو په اړه معلومات تر لاسه کړل.