د افغان کډوالو په هکله د زرغون گوند دریځ
۱۳۹۵ دی ۲۴, جمعهد آلمان زرغون گوند چې په لسو ایالتونو کې د حکومت برخه ده، له آلمان څخه د اخراجیدونکو افغان پناه غوښتونکو په هکله یوه گډ دریځ ته رسیدلي دي. د هغوی له لورې د پنجشنبې په ورځ په یوه گډه بیانه کې ویل دي شوي چې «افغانستان ته په دوامداره او اساسي توگه د پناه غوښتونکو د اخراج څخه صرف نظر یوازې هغه وخت د ایالتونو له پاره ممکن دی چې د آلمان فدرالي حکومت د دغه هیواد د امنیتي وضعیت په هکله خپلې ارزونې ته بدلون ورکړي.»
په لومړي سر کې دغه رپوټ «شتوتگارتر څایتونگ» او «زود وېست پرېسه» ورکړی وو. دې ګوند ویلي دي چې که د آلمان فدرال حکومت شرایط برابر کړي نو په ځانګړې توګه د خلافکارو او خطرناکو کسانو له اخراج سره مخالف نه دی.
د تیر میلادي کال د دسمبر میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د نامطمین امنیتي وضعیت له کبله په پارلمان کې د زرغون گوند فرکسیون افغانستان ته د پناه غوښتونکو پر استولو باندې انتقاد کړی وو. زیاته شوې ده چې له دې کبله «ډیر شمیر ایالتونو» چې پکښې زرغون گوند د ائتلافي حکومت برخه دی له دې کبله د اخراجولو په اقداماتو کې برخه نه وه اخیستې. د آلمان حکومت د افغانستان ځینې برخې د امنو سیمو په توگه ارزولي دي.
زرغون گوند په اصل کې په یوولسو ایالتي حکومتونو کې استازیتوب کوي، خو په دې ترڅ کې د نیدرزاکسن ایالت ذکر نه دی شوی.
اوس په ایالتي حکومتونو کې زرغون گوند د مهاجرو د اخراج له پاره شرایط فورمولبندي کړي دي او د آلمان له فدرالي حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دغه هیواد امنیت له سره وارزوي. زیاته شوې ده چې په دغه څه کې د غیر دولتي سازمانونو نوي معلومات هم شریک کړي شي.