1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ځواکونو يونيفورم پر پنتاګون د نيوکو لامل سوی

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، د پنتاګون پر چارواکو باندې افغان امنیتي ځواکونو ته د نامناسب یونیفروم پر رانیولو باندې د ۲۸ میلیونه ډالره ضایع کولو، له کبله نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2h5us
Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د افغانستان له پاره د مرستو د څار امریکايي ادارې ویلي دي چې دغه یونیفورم په ځنګله کې د جګړې له پاره مناسب دی خو د افغان جګړه بیا ډیر وخت په دښتو غو غرونو کې وي. دغه ډول یونیفورم پرته له دې چې موثریت یې په پام کې ونیول شي رانیول شوی وو. د افغانستان یوازې ۲،۱ سلنه برخه پر ځنګلونو پوښل شوې.

د سیګار له خوا په خپور شوي رپوت کې راغلي دي چې افغان د دفاع وزیر هغه وخت دغه پلنګي ډوله جامې خوښې کړې وې چې په حواله یې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ پرې تر ۲۸ میلیونه ډالرو پورې لګښت راغلی دی.

په هغه یادښت کې ې د جمعې په ورځ د متیس له خوا د پنتاګون چارواکو ته استول شوی دی او د رویترز خبري آژانس هم لیدلي، د دفاع وزیر په حواله لیکل شوي چې د سیګار رپوټ یو ډول «د عشرت طلبې په بنسټ ولاړ د فکر شیوه ښيي».

متیس په دې یادښت کې لیکلي دي: «داسې سطحي او له بې باکه پریکړې چې له مخې یې د مالیه ورکوونکو پیسې په غیر موثر او ضایع کیدونکي شکل مصرفیږي، باید تکرار نه شي.»

هغه زیاته کړې ده: «د دې پر ځای چې دغه رپوټ له مخې لیرې شي او یا هم دد داسې پریکړو له پاره دلایل راوړل شي چې له مخې یې پیسې ضایع کیږي، باید دغه رپوټ پر ضایعه کوونکو اقدامات باندې د ړنا اچولو له پاره وکارول شي، او د هغوی د بندولو له پاره جدي اقدامات وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د استازو د جلس د وسلوالو خدمتونو کمیټه د پنجشنبې ورځې په غونډه کې په افغانستان او عراق کې د امنیتي ځواکونو له پاره د وسلو او یونیفورم پر موضوع باندې بحث کوي.

واشنګټن له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان پر بیا رغونې باندې نزدې ۱۱۰ میلیارده ډالر لګولي دي. خو د دغو پیسو د لګښت د څرنګوالي په اړه پوښتنې موجودې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):