1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان پوځ او ناټو نفت په بازارونو کې پلورل کیږي

۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

چارواکو ویلي چې له مالیاتو څخه معاف د افغان پوځ او ناټو نفت په آزاد بازار کې پلورل کیږي. ویل شوي دي چې دا موضوع اداري فساد سبب کیږي او عام سوداګرو ته د زیان رسوي.

https://p.dw.com/p/1JvkD
Neuwagen an der Tankstelle
انځور: Colourbox

له دې کبله چې دغه نفت په اصل کې باید د ناټو او افغان ځواکونو له خوا وکارول شي، پر هغوی باندې یوه برخه مالیه نه وضع کیږي. خو د فرانسې خبري آژانس خبریال هغه وخت په آزاد بازار کې د دغو نفوتو د پلورل کیدو عیني شواهد ولیدل چې یوه افغان چارواکی په نه اعلان شوي توګه د نفتو د تخلیې یوې سیمې ته ورسید.

د افغان حکومت دغه چارواکي د نفتو د تخلیې په ځایونو کې ګمرکي اسناد وآرزول او هغو کسانو ته یې جریمې ورکړي چې له مالیاتو معاف شوي تیل یې پر عامو وګړو پلورل.

د یوه کس په اسنادو کې یوه «معافي نامه» هم وه، چې په اصل کې د پوځ د استفادې له پاره پر نفتو، د مالیاتو مخه نیسي. د دې سند له مخې پر هر ټن نفتو ۲۰۰ ډالر مالیه له دې کبله معاف شوې وه چې هغه باید د افغان پوځ د استفادې له پاره کارول شوې وای.

د افغان حکومت او ناټو تر منځ د یوه تړون له مخې هغه نفت چې د افغان پوځ، پولیسو او ناټو له خوا کارول کیږي، له مالیاتو معاف شوي دي.

دغه افغان چارواکي، په داسې حال کې چې آزاد بازار ته د صادریدونکو نفتو د ځیرمې تر څنګ ولاړ وو، له پلورونکي څخه وپوښتل: «دا تیل په دې مارکیت کې څه کوي؟»

په داسې حال کې چې هغه د مالیاتو د معافیت له اسنادو سره انځورونه اخیستل، خبریالانو ته وویل: «همدا لویه پوښتنه چې موږ یې باید ځواب وموندو.»

دې افغان چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته اجازه ورکړه چې له هغه سره د اسنادو د څیړنې په موخه ولاړ شي، خو ویې غوښتل چې په رپوټ کې یې نوم وا نه خیستل شي.

تیر کال د نړیوالې ټولنې په پیسو اخیستل شوي، له یوه میلیون ټنو څخه ډیرو نفت افغانستان ته وارد شوي دي. ویل کیږي چې د دغو نفتو ارزښت ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د ادارې پر ضد د فساد د څار او ارزونې کمیټې په یوه رپوټ کې راغلي دي: «د نړیوالو ځواکونو له پاره له مالیاتو څخه د معافیت میکانیزم، د نفتو د واردوونکو له خوا په ناوړه توګه استفاده شوی او د هغوی له خوا د ناقانونه ګټو ترلاسه کولو لامل ګرځیدلی دی.»

دغه رپوټ به د سه شنبې په ورځ خپور شي. په رپوټ کې همداراز راغلي دي چې یوازې تیر کل له ۲۰ څخه ډیرو شرکتونو ته د مالیاتو د معافیت سندونه ورکړل شوي وو.

د معافیت نامو اخیستنه، یو اوږد بهیر دی. د دې سند د ترلاسه کولو غوښتنلیک باید امریکایي ځواکونو، ناټو، د افغانستان د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته ولاړ شي. خو بیا هم له دې سند څخه ناوړه استفاده کیدای شي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده: «هغه شرکتونه چې دغه ډول سند لري، په ځینو مواردو کې هغه پر نورو شرکتونه باندې پلوري.»

په رپوټ کې په دې اړه معلومات ورکړل شوي دي چې د نړیوالو او افغان پوځ د استفادې له پاره نفت څرنګه په عامو بازارونو کې پلورل کیږي: «تر هغه وروسته چې وارد شوي نفت له مالیاتو معاف شي، هغه شرکتونه چې مالیاتو معاف شوي دي، خپل نفت پر نورو پلوري.»

په دې اړه لا تر اوسه پورې ناټو او افغان چارواکو څه نه دي ویلي.

د خصوصي سکتور دوو چارواکو ویلي دي چې بازار ته له مالیاتو څخه د معافو نفتو راوتلل، سوداګرو ته زیان رسوي. چارواکي وایي چې سوداګر نه شي کولای له دغه شان نفتو سره سیالي وکړي چې له کبله یې ډیر وخت په بازار کې د نفتو کمبود رامنځ ته کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب