د افغانانو ډله ییز اخراج ته د آلمان د څو ایالتونو چمتوالی
۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبهد آلمان د نورد راين ویستفالن ايالت د مهاجرينو شورا، د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته تایید کړه چې لږ تر لږه ۱۲ پناه غوښتونکي له نورد راین ویستفالن، بایرن او هامبورګ ایالتونو څخه د سه شنبې په شپه د دوزلدروف له هوايي ډګر څخه د کابل په لور استول کیږي.
دغې شورا روښانه کړې ده چې په دې الوتکه کې به څلور رد شوي پناه غوښتونکي د نورد راين ويستفالن، شپږ د بايرن او دوه نور د هيسن او هامبورګ له ايالاتونو څخه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د هيسن د کورنیو چارو وزارت دغه معلومات چې ګواکي له دې ایالت څخه به یو افغان پناه غوښتونکی د سه شنبې په شپه کابل ته په تلونکې الوتکې کې وي، ناسم ګڼلي دي.
دا په کابل کې د آلمان پر سفارت تر یوه مرګوني برید وروسته له آلمان څخه د افغان رد شویو پناه غوښتونکو لومړی ډله ییز اخراج دی. په دغه برید کې د آلمان د سفارت ځینې برخې هم ویجاړې شوې وې.
مرستندويه سازمانانونه افغانستان ته د پناه غوښتونکو استول ردوي ځکه هغوي په دغه هیواد کي امنيتي حالت د ژوند له پاره ډير خطرناک بولي. د مهاجرينو د شورا يوه وياند په دې اړه وويل: «هلته امنيتي حالت ډير ويرونکی دی او په همدی دليل اخراج شوي انسانان له سترو ګواښونو سره مخامخ دي.»
د افغانستان حکومت دا منلې چې له آلمان څخه رد شوي پناه غوښتونکي پرته له هر ډول ستونزو بيرته مني.
د آلمان د قوانينو له مخې په هغه صورت کې چې د يوه انسان ژوند یا هم آزادي د هغه د نژاد، دين، مليت او یا سیاسي باورونو له کبله د هغه په هيواد کې له خطر سره مخامخ وي او يا دا چې د شکنجې او مرګ سزا له ګواښ سره مخامخ وي، نو باید له آلمان څخه اخراج نه شي.
خو د فدرال آلمان حکومت بیا وایي چې د افغانستان په ټولو سیمو کي انسانان له دغه ډول خطرونو سره مخامخ نه دي.
آلمان تر اوسه پورې د څو الوتکو په واسطه په ډله ییز ډول له سلو څخه زيات هغه پناه غوښتونکی چې په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنې رد شوې بيرته افغانستان ته استولي.
زموږ له ارشیف څخه: