1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو په اړه د آلمان پر سیاست د بیا کتنې غوښتنه

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

د آلمان حکومت په نوي رپوټ کې د افغانستان امنیتي وضعیت «غیر متعادل او د بدلون وړ» بلل شوی. په هر حال د بایرن ایالت محافظه پاله ګوند د افغان مهاجرو د اخراج د زیاتولو او د مهاجرو ملاتړ کوونکی بنسټ یې بیا د درولو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/2yuxH
Afghanistan Flughafen in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/D. Faget

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ محتوی د یکشنبې په ورځ د آلماني رسنیو له خوا خپوره شوه. په دې رپوټ کې ویل شوي دي چې افغانستان وروسته له څو لسیزو جګړو څخه تر اوسه پورې د حکومت د تشکيل په یو ستونزمن پړاو، او لکه د پخوا په څیر په یو متغیر او غیر متعادل امنیتي وضعیت کې قرار لري.

د دغه رپوټ په پام کې نیولو سره د مهاجرو مدافع سازمان «پرو ازول» ویلي دي چې د آلمان د مهاجرت په ادارې یا (بمف) کې دې د افغان مهاجرو هغه په لسګونو زره د پناهندګۍ غوښتنلیکونه چې د رد ځوابونه یې ترلاسه کړي دي باید دوباره تر ارزونې لاندې ونیول شي، په ځانګړي توګه هغه دوسیې چې د رد کیدو دليل یې دا وي چې دغه مهاجر کولی شي په خپل هیواد کې امن ځایونه پیدا کړي.

د دې په مقابل کې د بایرن سوسیال مسیحي اتحاد ګوند (CSU) چې د اکتوبر په میاشت کې د ایالتي ټاکنو په درشل کې قرار لري، د یکشنبې په ورځ د ۲۰۱۶ م کال د مهاجرت سیاست ته د بیاکتنې غوښتنه کړې. د دې سیاست له مخې یوازې هغه افغان مهاجر باید له آلمان څخه اخراج شي چې آلمان ته ترې د خطر پیښولو ویره مجوده وي، مجرم او یا یې هم د خپل هویت د ثابتولو په برخه کې له آلماني ادارو سره همکاري نه وي کړې.

په افغانستان کې د امن ځای موندې له پاره اړیکي کلیدي رول لري

د هغو کسانو له پاره چې د تبعیض، ګواښ او تعقیب سره مخامخ  شوي وي او د امنو ځایونو په لټه کې دي، په افغانستان کې دننه بديل انتخابونه، د دوی د قوم، اقتصادي وضعیت او دې پورې ارتباط پیدا کوي چې آیا دوی ټولنیزې اړيکې لري او که نه؟ دا د آلماني سازمانونو داخلي موضوع بلل کیږي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د آلماني بنسټونو ترمنځ خپور شو.

په دې رپوټ کې یادونه شوې چې د ښځو له پاره نا ممکنه ده چې دوی بی د خپلې کورنۍ له غړي څخه له یوې سیمې څخه بلې ته لاړې شي. همدارنګه بی له قومي اړیکو څخه سړی نشي کولی د دغه هیواد په یو بل ښار کې کار پیدا کړي. په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په لویو ښارونو کې د بیرته ستنیدونکو د منلو ظرفیت ډیر پیچلی دی، ځکه له ایران او پاکستان څخه مهاجر او له نا امنو سیمو داخلي بیځایه شوي دغو سیمو ته ورځي.

آیا په افغانستان کې امن ځای شتون لري؟

د بایرن د سوسیال مسیحي محافظه پاله ګوند عمومي مشر مارکوس بلومه، د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې افغانستان تر اوسه پورې داسې «با ثباته سیمې لري چې رد شوي افغان مهاجر ورته بیرته واستول شي.» بلومه، د «بلډ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغانستان داسې کسانو ته اړتیا لري چې په بیارغونه کې کار وکړي.

پرو ازول: اخراج دې په بشپړ ډول بند شي

د مهاجرو د ملاتړ سازمان «پرو ازول» مشر ګونتر بورکهارت، د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې افغانستان ته دې اخراجونه په بشپړ ډول ؤدروي. د کلیساګانو او مدني بنسټونو له خوا د دغه سازمان ملاتړ کیږي. بوکهارت، ویلي دي: «د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ په پام کې نیولو سره موږ باید داسې تصور وکړو، چې هم د غوښتنلیکونو رد او هم د مهاجرو د اخراج له پاره پریکړې بی اساسه دي.» نوموړي زیاته کړه، هغه چې امنې سیمې بلل کیږي یوازې یو خیال دی.

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) مرستیال رالف شتنګر، چې د میرکل د ائتلافي حکومت شریک دی ویلي دي: «باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي، ځکه د افغانستان وضعه بی ثباته ده».

ډیر سخت خطرناک

د نورد راین وستفالن ایالت د لومړي وزیر مرستیال یواخیم شتمپ، او د آزاد دیموکراتانو د ګوند یو شمیر غړو د بایرن د سوسیال مسیحي ګوند پر څرګندونو ډیرې سختې نیوکې کړي دي. شتمپ، د بلډ ام زونتاګ آلماني ورځپاڼې ته ویلي دي چې په افغانستان کې وضعه ډيره خطرناکه ده.

هغه ویلي دي که څه هم کیدای شي یو شمیر مجرم کسان بیرته یو شمیر سیمو ته واستول شي، خو «موږ نه شو کولی په نږدې راتلونکي کې کورنۍ د هغو له ماشومانو سره بیرته افغانستان ته واستوو».