1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو يوه بله ډله کابل ته اخراج شول

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

له آلمان څخه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج د لړۍ په ترڅ کې ۱۴ تنه نور رد شوي افغان مهاجر اخراج شول. د دغو مهاجرو لیږدونکې الوتکې تیر ماښام د آلمان له مونشن څخه کابل ته والوتله.

https://p.dw.com/p/2t28D
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

په مجموع کې له دغو ۱۴ څخه ۱۰ تنه یې یوازې د آلمان له بایرن ایالت څخه اخراج شوي دي. دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې له آلمان څخه د افغانستان پر لور د رد شویو افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج لسم پرواز دی.

مخکې تر دې په تیرو ۹ پروازونو کې په مجموع کې له آلمان څخه ۱۷۴ تنه افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته استول شوي ول.

ټاکل شوی وه چې په دې پرواز کې به ۵۸ تنه مهاجر بیرته افغانستان ته واستول شي، خو بالاخره په دغه الوتکه کې یوازې ۱۴ تنه افغان مهاجر اخراج شول.

لکه څرنګه چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په خپل انټرنټ پاڼه کې لیکلي دي په اخراج شویو کسانو کې ۶ تنه یې مجرم، دری تنو خپل هویت نه و ثابت کړی او د یو تن بل په هکله دا اندیښنه موجوده وه چې دغه هیواد ته خطر پيښولی شي.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وویل: «خطر پيښونکي، مجرم او هغه کسان چې د خپل هویت ښکاره کولو څخه انکار کوی، زموږ هیواد ته جدي امنیتي ستونزه پيښولی شي.» هغه زیاته کړه حکومت له دې اخراج سره د قانون د حاکمیت یوه نخښه وړاندې کړه.

د آلمان حکومت د اټکلونو له مخې لکه د پخوا په څیر تر اوسه پورې افغانستان ته د افغان رد شویو مهاجرو اخراج ممکن دی. په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان د بایرن ایالت په مجموع کې ۳۲۸۲ تنه مهاجر اخراج کړي دي.

تیرکال په مجموع کې له ټول آلمان څخه د ۱۲۱ تنو اخراج شویو افغانانو له ډلې څخه ۵۶ تنه یې له بایرن ایالت څخه ول.

د سه شنبې په ماښام پر سختې سړې هوا او واورې سربیره د مونشن په «مارين پلتڅ» کې شاوخوا ۲۰۰ تنو د دغو اخراجونو پر ضد مظاهرې وکړې.

افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج په دغه هیواد کې د خراب امنيتي حالت او بشري وضعیت له کبله په آلمان کې په یوې شخړیزې موضوع بدل شوی. د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوت پر بنسټ تیرکال په دغه هیواد کې تر ۱۰ زرو ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي.

په اوس وخت کې له آلمان څخه یوازي هغه مهاجر اخراجیږي چې په دغه هیواد کې يې جرم ترسره کړی وي، یا هم آلمان ته د خطر پيښولو انديښنه یې موجوده وي او یا یې هم خپل هیواد نه وي ثابت کړی.

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان «پرو ازول»، کیڼ اړخي او زرغون ګوندونه په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله دغه هیواد ته په بشپړ ډول د مهاجرو د اخراج بندیدو غوښتنه کوي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: