د افغان مهاجرو د جدي اخراج غوښتنه
۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبهد آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد رئيس زيهوفر د «بيلد» ورځپاڼي د چهارشنبې گڼي ته ويلي دي چي اوس يوازي مجرمان او هغه کسان چي خطرناکه وي افغانستان ته اخراجيږي، «خو اوږدمهاله بايد موږ بيرته عادي اخراجونو ته راوگرځو. په دې برخه کي د آلمان د قانون حاکمیت تر اوسه پوري لا ډېر سست دی.»
زيهوفر زياته کړه چي د رد سوو مهاجرو د اخراج اصلي ستونزه د مهاجرو په سياست کي ده او په دې دليل يې گوند آلمان ته د مهاجرو پر محدويت باندي ټينگار کوي. هغه وويل: «هغه څوک چي يوواري آلمان ته راسي، بيا يې نو اخراج مشکل وي. دغسي بايد نه وي. په ټول آلمان کي د بايرن په گډون دغه شان ده.»
افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج ځکه جنجالي دی چي په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ. د افغان او نړيوالو چارواکو د معلوماتو له مخي وسله وال طالبان د افغانستان پر ۱۳ سلنه خاوره باندي کنترول لري او ۳۰ سلنه نوري برخي د نيولو پرسر جنگیږي.
پر دې سربيره ترهگري ډلي داعش هم په افغانستان کي خپل فعاليتونه پراخ کړي دي او څو خونړي بريدونه ئې کړي دي.
آلمان تر اوسه پوري په اتو پروازونو کي ۱۵۵ افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي دي.
dpa(N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: