1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د بېرته لېږد په تړاو د آلمان سره موافقه

آژانسونه / ش.ر.ن.۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د روان کال تر پایه پورې له افغانستان سره خپل هیواد ته د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله موافقې ته ورسیږي. په زرګونه افغان مهاجر د ديپورت کېدو په انتظار دي.

https://p.dw.com/p/1K34Z
Deutschland Abschiebung der Flüchtlinge nach Kosovo und Albanien vom Flughafen München
انځور: Reuters/M. Rehle
په برلين کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ(د ۲۰۱۶ د سپټمبر میاشتې ۱۵) وویل چې له افغان چارواکو سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی. د نوموړي په خبره هڅه روانه ده چې د روان کال تر پایه پورې یو تړون لاسلیک شي. هغه په دې توګه د «بلډ» په نوم د یوه آلماني ورځپاڼې د پنجشبنې ورځې رپوټ هم تائید کړ. ویل کیږي چې د دې پروګرام په ترڅ کې باید تر ټولو زیات په داوطلبانه ډول د مهاجرو په بیرته ستنیدلو تکیه وشي.

د نوموړي وزارت په خبره د روان کال په لومړۍ نیمایې کې ۱۸ تنه پناه غوښتونکي اخراج شوي دي، خو په عین وخت کې ۲۳۰۵ تنه په داوطلبانه شکل له آلمان څخه وتلي دي.

ویل شوي دي چې د آلمان حکومت د هغو کسانو د ترانسپورت او لارې لګښت په غاړه اخلي چې باید له آلمان څخه ووزي. سربیره پر دې په افغانستان کې د یوه نوي ژوند د پيل له پاره هر یوه مهاجر ته ۵۰۰ ایرو په پام کې نیول شوي دي.

آلمان د روان ميلادي کال د پیل راهیسي له افغان حکومت سره د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته ستنولو پر موضوع خبرې کوي. اوس مهال په آلمان کې ۱۴۵۰۰ داسې افغان مهاجر ژوند کوي چې باید خپل هیواد ته ستانه شي.

د دوی له جملې څخه ۱۳۸۰۰ تنه یې د "دولدونگ" په نوم پاڼه یا سند په لاس کې لري، چې یوازې د هغوي ایستل څنډول شوی.

د پناه غوښتونکو د نوم ثبتولو سیستم د لومړیو ارقامو پر بنسټ افغانستان هغه هیواد دی چې په آلمان کې د کډوالو د لوړ شمیر له مخې په دویم مقام ځای لري.

د روان کال د اګست میاشتې تر پایه پورې په آلمان کې ۴۳۰۰۰ افغان مهاجر ثبت شوي دي. په همدې کال د دغو مهاجرو تر نیمايې د ډیرو پناهندګۍ غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د "بیلد" په نوم آلمانۍ ورځپاڼې په دې برخه کې تر اوسه پورې د خبرو اترو د لاسته راوړنو په هکله ليکلي دي: افغانستان تر دې دمه د رد شوو مهاجرو د منلو او بیرته ستنولو په برخه کې د حد اکثر ۵۰ تنو مسافرو لیږدونکو چارتر الوتکو ته د اجازې ورکولو له پاره امادګي ښودلی ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت نه دي غوښتې چې د دغې موافقتنامې نور جزویات روښانه کړي. همدارنګه د آلمان د کورنیو چارو وزارت د نوموړي ورځپاڼې د رپوټ هغه برخه نه ده تائید کړی چې دغه موافقتنامه به د اکتوبر میاشتې پورې لاسلیک شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2016):