1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجر د «ټوکي لیکنه» او د آلماني پولیسو عملیات

۱۳۹۶ آذر ۱۸, شنبه

په آلمان کې څرنګه پر انسټاګرام باندې د یو افغان مهاجر د ټوکو یو عکس د هغه د نیول کیدو او د پولیسو د عملیاتو سبب وګرځید؟ دلته يې ولولئ:

https://p.dw.com/p/2p4Uw
Deutschland Hannover Absage Testspiel Deutschland Niederlande Terrorgefahr Terrorismus
انځور: picture-alliance/dpa/Gladys Chai von der Laage

د آلمان پولیس د راونزبورګ په نامه ښار کریسمس بازار ته هغه مهال ورسیدل چې په انسټاګرام کې یوه افغان مهاجر د ټوکو یو عکس او لیکنه خپره کړې په کوم چې یو برید ته اشاره شوې وه. د دې مهاجر پر ضد اوس حقوقي شکایت کیږي.

د آلمان د راونزبورګ ښار پولیسو وویل چې دغه افغان مهاجر په خپل انسټاګرام پاڼه کې د کریسمس د بازار یو عکس خپور کړی وو چې پکې د سمبولیک بمونو درې نمونې او د سوځیدو په حال کې فیزونه لیدل کیدل. داسې اټکل کیږي چې دغه افغان مهاجر د کریسمس له بازار نه عکس اخیستی وي او د انسټاګرام د اپلیکشن په مرسته یې ځینې بمونه پر عکس نصب کړي او بیا یې عکس انسټاګرام ته پورته یا اپلوډ کړی وي.

د دې ښار پولیسو ویلي چې «د عمومي خطر لرونکي حالت له امله په چټکۍ سره د کریسمس دې بازار ته ورسیدو.» چارواکو همدا راز ویلي چې دغه ۱۹ کلن پناه غوښتونکی د خپل دغه حرکت له امله د لنډې مودې له پاره [د پولیسو له لوري] نیول شوی هم دی.

نوموړي کس د پلټنو په ترڅ کې په دې اعتراف وکړ چې دغه انځور یې پر انسټاګرام خپور کړی وو، خو له دې څخه یې هدف یوازې ټوکې او شوخي وه. په ورته وخت کې پولیسو ویلي چې د راونزبورګ په ښار کې د دې پناه غوښتونکي د دوو ځایونو د پلټنو په ترڅ کې هیڅ داسې خطرناک شی یا نښانې نه دي لیدل شوي چې خطر رامنځ ته کړي.

اوس دغه افغان مهاجر د دې له پاره چې عامه سوله یې اخلال کړې په جرم تهدید شوی او د هغه پر ضد به یو حقوقي شکایت هم ترسره شي.  د آلمان امنیتي ادارې په دې هیواد کې د کریسمس د بازار او جشنونو په ترڅ کې د لوړو تهدیدونو له امله، دغه راز ځایونو تر خپل جدي څار لاندې لري.

epd-K.H

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.07.2017):