د مهاجرینو د وژنې د هڅې په تور بريدگر ونیول شو
۱۳۹۶ اسفند ۳, پنجشنبهدغه خونړی برید د آلمان په غربي ښار هایل برون کې تر یوې کلیسا دباندې د تیرې شنبې په ورځ وشو. په دې برید کې یو ۱۷ کلن افغان پناه غوښتونکي شدید ټپي شو. سربیره پر دې د چړې په واسطه په دې برید کې یو ۲۵ کلن عراقي او یو ۱۹ کلن سوریايي مهاجر هم ټپي شوي دي.
د برید تورن کس چې د روسیې او آلمان غبرګ تابعیت لري، د برید پرمهال نشه وو او د برید سیمې ته د پولیسو تر رسیدو او نیول کیدو پورې د شاوخوا کسانو له خوا تر کنترول لاندې ونیول شو.
تر پیښې وروسته په لومړي سر کې بریدګر د برید په جرم ونیول شو او بیا وروسته بیرته خوشې کړل شو. خو د چهارشنبې په ورځ څارنوالانو پر هغه باندي د «سیاسې انګیزې» لرونکې قتل د هڅې مسئله راپورته کړه او د نومړي د رسمي نیول کیدو امر یې صادر کړ.
پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د برید د قربیانیانو، تورن بریدګر او عینې شاهدانو تر پوښتنو او ګرویږنو وروسته، دغه بریدګر د چهارشنبې په ورځ بیا توقیف کړ.
پولیس وايي چې تورن کس دوی ته ویلي چې نوموړی د آلمان د مهاجرت سیاست په غوسه کړی چې له امله یې په وروستیو کلونو کې تر یو میلیون ډیر مهاجر او پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي.
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات: